د سولې په چارو کې د دولت وزیر:  د هېواد د تاریخ په یوه مهمه مقطع کې یو

روهي ( څلورنۍ/۲۵مرغومي )، د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي په مشرۍ او د وزارت د غړو په ګډون د سولې په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د همغږۍ د سترې کمېټې د جوړولو په برخه کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د احکامو او همدارنګه د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لارې د سولې د ټولو اړوندو چارو د مخته تګ په اړه خبرې وکړې.

 رحیمي وویل چې د هېواد د تاریخ په یوه مهمه مقطع کې یو او د افغانستان د خلکو هیله یعنېد سولې ټينګښت د دغه وزارت په کړنو پورې تړلې ده.

ده ټینګار وکړ چې سوله د ټولو خلکو له ګډون پرته نه راځي او د وزارت پالیسۍ د خلکو له غوښتنو سره سمې جوړېږي چې د بېلابېلو دولتي ادارو په ډله‌ييز کار سره به عملي شي.

ده زیاته کړه چې د جمهوري ریاست مقام د حکم په صادرولو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته د سولې د چارو د همغږۍ د سترې کمېټې د دارالانشا مسوولیت ورکړی او دا کمېټه باید د سولې د بهیر د بېلابېلو اړخونو په اړه پرېکړې همغږې کړي.

د سولې د چارو د همغږۍ ستره کمېته د سولې په چارو کې د دولت د وزیر او څوارلسو دولتي ادارو په غړیتوب جوړه شوې ده او د خپلو کړنو د پایلو په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام ته راپور ورکوي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې د جمهور رئیس د یوه بل حکم له مخې حکومت د سولې اړوندې ټولې چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په وسیله او همغږۍ تنظیموي