افغانستان مشرانو جرګه: سوله په سوال کولو نه راځي

روهي( څلورنۍ/۲۵ د مرغومي )، افغانستان مشرانو جرګې ویلي چې سوله په سوال او ګدايګرۍ نه راځي بلکې د افغان حکومت پر قوي موقف او هر اړخيز ګډون راځي.

 د سولې پروسه بايد د افغان حکومت پر مالکيت ترسره شي. د افغانستان مشرانو جرګې رییس په خپلو خبرو کې وویل که چېرې سوله په سوال کولو راتلی نو د حامد کرزي د لومړۍ ورځې څخه تر نن پورې مونږ دا کار ترسره کړ.

همدا ډول د مشرانو جرګئې رییس په خپلو خبرو کې زیاته کړه د هېواد سرتیري زمونږ د سترګو تور دي او مونږ به یې د تل په شان په نګ کې ولاړ یو.