کابل کې د چپاولګرانو یو ډلمشر ونیول شو

روهي( څلورني/۲۵ د مرغومي )، تېره ورځ د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د چپاولګرانو یو ډلمشر نیولی دی.

یاد کس د کابل ښار په درېیمې، شپږمې، دیارلسمې او اتلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د چپاولګرۍ، لارنیونې او وسله والو غلاوو په تړاو نیول شوی دی.

د ملي پولیسو منسوبینو هڅې د نورو جنایتکارو ډلو د نیولو په موخه دوام لري.