افغان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

روهي( څلورنۍ/۲۵ د مرغومي )، د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په تمریناتي لوبه کې د ۲۱ منډو په توپير د انګلستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لوبې په پیل کې افغان لوبډلې پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې عبدالرحمن ۵۴ او محمد اسحاق ۴۳ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري بلېک کولین ۳ لوبغاړي وسوځول.

د ۲۰۶ منډو هدف په ځواب کې د انګلستان لوبډلې په ۴۷.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې وکړې او د ۲۱ منډو په توپير يې له افغان لوبډلې ماته وخوړه.

د انګلستان له لوري جوی ایویسون ۳۷ او جېک هاینیس ۲۹ منډې ترلاسه کړې.
د افغانستان له لوري فضل حق ۳، عبدالرحمن، نور احمد او شفیق الله غفاري ۲-۲ ویکټې واخیستې.