روهي( څلورنۍ/۲۵ د مرغومي )، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په نوي ډهلي کي د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا خبري وکړې.
په دې لیدنه کي د سیميپه کچه پر وروستیو تحولاتو او پر افغانستان او هند او همدا ډول دې منطقه باندي یې د تاثیراتو په اړه هم خبري وشوې.
دواړو لوریو په دې لیدنه کيیو ځل بیا د هر اړخیزو دوستانه اړیکو پر بهترۍ او غښتلتیا باندي تعهدات تازه کړل.
همدا ډول د یو بل خبر له مخې ډاکټر حمدالله محب نن په نوي ډهلي کي د رایزینا کنفرانس په څنډو کي د اوزبیکستان جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره ولیدل.
په دې لیدنه کي د افغانستان پر سوله او امنیت او د دواړو هیوادونو ترمنځد سوداګریز، ټرانزیټي او تعلیمي اړیکو پر غښتلتیا خبري وسوې.
کاملوف ویلي،چي هیواد یې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولي له پروسې ملاتړ کوي او له افغانستان سره د خپلو اړیکو بهترۍ او ډېروالي ته ژمن دي.
نوموړي زیاته کړه،چي د ټرانزیټ،ټرانسپورټ او لوړو زدکړو په برخه کي باید د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ نوري هم زیاتي او له فرصتونو ګټه واخیستل شي.
د هیواد د ملي امنیت سلاکار له اوزبیکستان څخه مننه وکړه،چي د سولي په پروسه کي همکاري کوي،خو زیاته یې کړه، چي ددې پروسې بری به د سیمي د هیوادونو ملاتړ ته اړتیا ولري.
هغه زیاته کړه، چي افغانستان له مرکزي اسیا سره په ټوله کي، ولي له اوزبیکستان سره په خاصه توګه د اقتصادي اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکوي او امادګي لري چي د دوه اړخیزو هوکړه لیکونو مطابق د مځکني ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخه کي لازم فعالیتونه پیل شي.
وروستي