روهي( څلورنۍ/۲۵ د مرغومي )، ولسمشر محمد اشرف غني د سویلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانک مرستیال هارتویګ شیفر او مل پلاوي سره په کتنه کې د مرستو او له افغانستان څخه د یاد بانک د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هم حضور درلود، ولسمشر غني د افغان حکومت ملي برنامې په ځانګړي ډول د پوهنې، کانونو، ګمرکونو او عوایدو زیاتولو او د افغانستان د اقتصادي لرلید په برخو کې انکشافي برنامې تشریح کړې.
ولسمشر د افغان حکومت د اصلاحاتو پر بستې هم خبرې وکړې وې ویل، د اصلاحاتو منطق د حکومتي بنسټونو د غوره خدمتونو وړاندې کول او د موثریت او ظرفیت لوړول دي.
ولسمشر غني ویلي د اصلاحاتو راوستو لپاره جدي تعهد لرو او له اصلاحاتو څخه زموږ موخه د موثرو، یو برابر او د ټکنالوژۍ پر مبنا د خدمتونو وړاندې کول دي.
ولسمشر غني پر تجدید وړ انرژۍ پانګونې، د اوبو بندونو پر جوړولو او مدیریت، د بې وزلۍ راکمولو پر مبازرې، د کرنیزو محصولاتو پر زیاتولو او د کرنیز پیداوار ځنځيري ارزښت ته پر پاملرنې ټینګار وکړ.
ولسمشر په خپلو خبرو په لړ کې وویل چې د لومړي ځل لپاره زموږ صادرات تر یو میلیارد ډالرو زیات شوي وویل، موږ به د افغانستان د برېښنا پر پروژو زیاته پانګونه وکړو.
ولسمشر غني د سیمه ییز اتصال پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل، د افغان حکومت لپاره سیمه ییز اتصال او په سیمه کې اقتصادي او ترانزیټي هڅې مهمې دي.
وروستي