ایران هغه خلک ونیول چې د اوکراین د الوتکې غورځېدو کې ښکېل ول

روهي( څلورنۍ/۲۴ د مرغومي )،  د ایران حکومت له متحده ایالاتو سره د یوه شخړې په مهال هغه خلک چې په غلط ډول وژل شوي اوکرایني الوتکه کې ښکیل وو ، نیولي دي.
د ایران د محکمې د ویاند لخوا د خپره شوې اعلامیې په وینا ، د پیښې په ځای کې پلټنې وروسته له هغه پیل شوې چې د اوکراین الوتکه تر برید لاندې راغله، د محکمې ټیمونو ساحه وپلټله او شواهد یې راټول کړل چې په پایله کې یې تحقیقات پیل شول. یو څو کسان نیول شوي، خو د څومره کسانو د نیولو په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

تر دې دمخه د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه بیان کې ویلي وو چې په پیښه کې ښکیل ټولو کسانو ته به سزا ورکړل شي. دا زموږ د خلکو لپاره ډیره مهمه ده چې په دې قضیه کې څوک او څنګه باید محاکمه شي؟

باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې د اوکراین بوینګ ۷۳۷ ډوله مسافر وړونکې الوتکه له الوتنې لږه شیبه وروسته د ایران په پلازمېنه تهران کې په نړیوال هوایی ډګر کې لوېدلې وه چې ۱۷۶ کسان پکې وژل شوي وو.

له پیښې وروسته ، متحده ایالاتو ادعا وکړه چې د اوکراین د هوایی کرښې مسافر وړونکې الوتکه، چې د ایران په پوله کې غورځېدلې وه ، پخپله ایراني توغندی په نښه کړې ده چې څو ساعته وروسته ایران حکومت هم اعتراف وکړ چې الوتکه په غلطۍ سره دوي ویشتلې ده.