د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ)

د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ)
اسوشېيټېډ پرېس: فلپين کې اورغورځونه: د کاڼو او شګو ذرې يې تر ۱۵ کليو متره پورته تللې 
 فلپين کې د تېرې اوونۍ اورغورځونې يا آتشفشان له امله زرګونه کسان کډوال شوي دي او همدا ډول د دغه هېواد Manila نړيوال هوايي ډګر  د الوتنو پر مخ تړل شوی دی. 

د فلپين د اورغورځونې ادارې ويلي دي چې د دغه آتشفشان د اور، کاڼو او شګو ذرې تر ۱۵ کيلو متره ورته هوا ته تللې دي. 

د دغه اور غورځونې د انساني تلفاتو په اړه خبر نه دی ورکړ شوی، خو چارواکو د اورغورځونې له نېږدې سيمو ۶ زره کلي خالي کړي دي. له يادو کليو درې سوه زه کسان کډوال شوي. 

د فلپين چارواکو وايي چې د هوا د ګرمېدو او زلزلو شونتيا هم شته ده. د نړۍ له يو  شمېر سيمو  په سلګونه ګرځندوی يا سياحين هم د دغه اورغورځونې لېدو ته ورغلي دي. 

جيونيوز: خيبرپښتونخوا: د پوليو شپږ نوې پېښې ثبت شوې 
خيبرپښتونخوا کې روغتيايي مسوولين وايي چې د دغه ايالت په لکي مروات او تور غز سيمو کې د پوليسو ناروغۍ شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي. 

د مسوولين په وينا چې پر پوليو دغه اخته کسان څلور نجونې او دوه کمه عمره ماشوان دي. د دغه شپږ پېښو وورسته تېر ۲۰۱۹ کال کې خيبر پښتونخوا کې د پوليو اخته کسانو شمېر ۹۷ ته ورسېد. 

پاکستان، افغانستان او د افريقا يو شمېر هېوادونه په نړۍ کې هغه سيمې دي چې د پوليو ناروغۍ کچه د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله په کې لوړه ده. 

سکای نيوز: د (Windows 7) کارونکو ته د مايکروسافټ خبرداری 
روهي (درې نۍ/۲۴ د مرغومي)، مايکرو سافټ کمپنۍ خپل هغه مشتريانو ته چې Windows 7 کاروي خبرداری ورکړی دی چې د سايبري بريدنو د مخنيوي په پار خپل کمپوټرونه آپډېټ کړي. 

له همدې اوونۍ وروسته به مايکروسافټ کمپني د Windows 7 د ملاتړ يا support لاس په سر شي، چې پايله کې يې ښايي سايبري بريدګر او ويرسونه په اسانۍ سره دغه عامل پروګرام ته دننه شي. 

 Windows 7 پروګرام له لسو ډېر کالونه کيږي چې د کمپيوټر عملياتي پروګرام دی چې اوس يې پر ځای Windows 10 او نور پرګرامونه راغلي دي چې د ويروسونو او سايبري بريدونو پر وړاندې د ساتنې وړتياوې لري. 

مايکرو سافټ کمپنۍ ويلي دي چې د Windows7 د End of support پالېسۍ وروسته دغه وينډز پروګرام ښايي له هر ډول سايبري بريد اغېزمن شي او غور ده چې د مايکرو سافټ مشتريان د Windows7  پر ځای له Windows 10  ګټه واخلي او يا هم د Windows7 په اړه دقيق اوسي او د شته ګواښ نو په اړه يې اقدامات وکړي. 

جيونيوز: ښايي عمران خان او نرېندرا مودي هند کې سره مخامخ وګوري 
پاکستانۍ رسنيو ليکلي دي چې د همدې روان ميلادي کال په وروستيو کې به د هندوستان لومړی وزير نرېندرا مودي او د پاکستان لومړی وزير عمران خان د شانګهای د هکماريو سازمان په ناسته کې سره لېدنه وکړي. 

د شانګهای د همکاريو سازمان سرمنشي ويلي چې د دغه سازمان د سږ کال کلنی ناستع د هندوستان په کوربتوب جوړيږي، چې د  هند، چین، قزاقستان، قرقیزستان، روسیې، پاکستان، تاجیکستان او ازبکستان مشران سره په کې وګوري. 

د شانګهای سږنۍ ناسته د ۲۰۲۰ په مني کې جوړيږي، خو تر اوسه يې کره نېټه نه ده ښوودل شوې. هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کې د دغه سازمان بشپړ غړيتوبونه واخېستل. 

تر اوسه مالومه نه ده چې د شانګهای همکاريو سازمان په ناسته کې به لوړمړی وزير عمران خان د هندوستان بلنه ومني، ور به شي او کنه؟

رشيه ټوډې: چين ته د متحدو ايالتو خبرداری: له ايران تيل مه اخله او يا بنديزونو ته تيار اوسه
 د ايران او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ تاوتريخوالي کې د سيمې هېوادونه په سياسي او اقتصادي برخو کې تر اغېز لاندې راغلي. 

اوس مهال؛ بېجېنګ او واشنګټن د بېجېنګ او تهران ترمنځ په سوداګرۍ خبرې کوي. امريکا چين ته خبرداری ورکړی دی چې له ايران سره دې تيلو سوداګري بند کړي او که داسې ونه کړي نو له بندېزونو یره به يې مخ کړي. 

د امريکا متحدو ايالتو ماليې وزير (ستیون منوچین) فکس نيوز ته ويلي دي چې په دې اړه يې له چنيايي چارواکو سره خبرې کړي دي او د چينايي ټولو دولتي کمپنيو له ايران د تيلو اخېستل بند کړي دي. 

ستیون منوچین وايي چې ايران د تيلو د سوداګرۍ پيسې ورځې او بيا يې دغه هېواد په غلطو لارو خرڅ کوي، نو د چين په شمول ټول هغه هېوادونه چې له ايران سره سوداګري کوي د امريکا متحدو ايالتو له بنديزونو سره به مخ شي. 

چين د ايران د نېږدې دوست هېوادونو او په ځانګړي ډول د تيلو سوداګرۍ په برخه کې له ايرانه ستر واردونکی هېواد دی.