چين ته د متحدو ايالتو خبرداری: يا له ايران تيل مه اخله او يا بنديزونو ته تيار شه

روهي (درې نۍ/۲۴ د مرغومي)، د ايران او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ تاوتريخوالي کې د سيمې هېوادونه په سياسي او اقتصادي برخو کې تر اغېز لاندې راغلي. 

اوس مهال؛ بېجېنګ او واشنګټن د بېجېنګ او تهران ترمنځ په سوداګرۍ خبرې کوي. امريکا چين ته خبرداری ورکړی دی چې له ايران سره دې تيلو سوداګري بند کړي او که داسې ونه کړي نو له بندېزونو یره به يې مخ کړي. 

د امريکا متحدو ايالتو ماليې وزير (ستیون منوچین) فکس نيوز ته ويلي دي چې په دې اړه يې له چنيايي چارواکو سره خبرې کړي دي او د چينايي ټولو دولتي کمپنيو له ايران د تيلو اخېستل بند کړي دي. 

ستیون منوچین وايي چې ايران د تيلو د سوداګرۍ پيسې ورځې او بيا يې دغه هېواد په غلطو لارو خرڅ کوي، نو د چين په شمول ټول هغه هېوادونه چې له ايران سره سوداګري کوي د امريکا متحدو ايالتو له بنديزونو سره به مخ شي. 

چين د ايران د نېږدې دوست هېوادونو او په ځانګړي ډول د تيلو سوداګرۍ په برخه کې له ايرانه ستر واردونکی هېواد دی.