افغانستان په وروستۍ درجه بندۍ کې يو ځل بيا له سريلانکا مخکې شو

روهي( درې نۍ/۲۴ د مرغومي )، د افغانستان ملي لوبډله د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې له سريلانکا يو ځل بيا مخکې او له ۸م مقام څخه ۷م مقام ته پورته شو.
 

افغانستان او سريلانکا دواړه لوبډلې په شل اوريزو لوبو کې ۲۳۶-۲۳۶ نومرې لري، چې افغانستان په ۲۳ لوبو او سريلانکا په ۲۹ لوبو کې ترلاسه کړې دي.
 
د کرکټ نوې نړیوالې شورا په نوي نوم لړ کې پاکستان په لومړی درجه، دویم اسټرالیا،درېم انګلېنډ، څلورم جنوبي افریقا، پنځم اڼدیا، شپږم نیوزېلنډ او اووم افغانستان ځای لري چې د سریلنکا، بنګله دېش او وېسټنډيز څخه مخکې دی.