بيړنی خبر: مزار شريف کې دوه چاودنې شوې 

روهي (درې نۍ/۲۴ د مرغومي)، د بلخ مرکز مزار شريف ښار کې دوه چاونې شوې. ولايتي ادارې د پېښې د پخلي ترڅنګ ويلي دي چې چاودنې د سړک غاړې ماينونو له امله رامنځ ته شوې دي. 

د والي وياند عادل شاه عادل رسنيو ته ويلي دي چې په پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي دي او د  يو پوليسو په ګډون نهه تنه نور په کې ټپيان شوي دي.