روهي (درې نۍ/۲۴د مرغومي)، فلپين کې د تېرې اوونۍ اورغورځونې يا آتشفشان له امله زرګونه کسان کډوال شوي دي او همدا ډول د دغه هېواد Manila نړيوال هوايي ډګر د الوتنو پر مخ تړل شوی دی.
د فلپين د اورغورځونې ادارې ويلي دي چې د دغه آتشفشان د اور، کاڼو او شګو ذرې تر ۱۵ کيلو متره ورته هوا ته تللې دي.
د دغه اور غورځونې د انساني تلفاتو په اړه خبر نه دی ورکړ شوی، خو چارواکو د اورغورځونې له نېږدې سيمو ۶ زره کلي خالي کړي دي. له يادو کليو درې سوه زه کسان کډوال شوي.
د فلپين چارواکو وايي چې د هوا د ګرمېدو او زلزلو شونتيا هم شته ده. د نړۍ له يو شمېر سيمو په سلګونه ګرځندوی يا سياحين هم د دغه اورغورځونې لېدو ته ورغلي دي.
وروستي