خيبرپښتونخوا: د پوليو شپږ نوې پېښې ثبت شوې 

روهي (درې نۍ/۲۴ د مرغومي)، خيبرپښتونخوا کې روغتيايي مسوولين وايي چې د دغه ايالت په لکي مروات او تور غز سيمو کې د پوليسو ناروغۍ شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي. 

د مسوولين په وينا چې پر پوليو دغه اخته کسان څلور نجونې او دوه کمه عمره ماشوان دي. د دغه شپږ پېښو وورسته تېر ۲۰۱۹ کال کې خيبر پښتونخوا کې د پوليو اخته کسانو شمېر ۹۷ ته ورسېد. 

پاکستان، افغانستان او د افريقا يو شمېر هېوادونه په نړۍ کې هغه سيمې دي چې د پوليو ناروغۍ کچه د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله په کې لوړه ده.