ټوېټر  پر دغه رسنۍ د سياسي مشرانو د لانجو څلور حل لارې وړاندې کړې 

روهي (درې نۍ/۲۴ د مرغومي)، ټوېټر وايي چې د همدې روان ميلادي کال د  پيل مياشتو کې به له ټوېټر د ګټې اخېستنې او په ځانګړي ډول پر يو پوسټ يو او بل د ځواب ورکولو يا reply ځانګړنه محدوده کړي. 

له دې وروسته به د ټوېټر پوسټ په څلورو طريقو ځواب يا reply کيږي. 
۱- پوسټ کوونکی به کږلی چې په خپل ټوېټ د هر ډول ځواب يا reply مخه ونېسي. 

۲- پوسټ کوونکی به دا اختيار ولري چې يوازې هغه کسانو ته د ځواب يا reply اجازه ورکړي، چې دی/دي په خپل ټوېټ کې ذکر کړي دي. 

۳- د ټوېټر پوسټ کوونکی به وکولی شي چې يوازې هغه کسانو ته د ځواب يا reply حق ورکړي چې دی يې تعقيبوي. 

۴- او وروستی دا چې د اوس په ډول چې هر د ټوېټر کارن به کولی چې په ټوېټر پورته شوي ټوېټونو باندې نظر ورکړي. 

له ټوېټر ډېرۍ سياسي مشران او  نور مشهورې څېرې ګټه اخلي. ځيني وخت دوی د عامو وګړو په څېر په ټوېټر يو او بل ته اوږده ځوابونه، پيغورنه، ګواښونه او اخظارونه ورکوي، چې اوس يې ټوېټر د مخنيو په هڅه کې دی.