روهي (درې نۍ/۲۴ د مرغومي)، د هېواد ملي دفاع وزارت چارسمبال وزير وايي چې سولې او خبرو ته تيار دي خو هېڅکله معامله نه کوي. خالد وايي چې داسې سوله چې د تېرو ۱۸ کالونو لاس ته راوړنې په کې له منځه لاړې شي سوله نه بلکې معامله ده.
اسدالله خالد دغه څرګندونې تېره ورځ کابل کې د ۱۱۰۰ ځانګړو ځواکونو يا کمانډو د فراغت په غونډه کې کړي دي. نوموړي د جګړې په ډګر کې له خپلو ځواکونو غوښتي دي چې بشري حقونو ته پام وکړي او د ولسي تلفات مخنيوی وکړي.
له دې وړاندې د ولسمشرۍ وياند ويلي وو چې حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی خو شرط دا دی چې د سولې خبرو د پيل په پار بايد اوربند وشي.
وروستي