د رنبېر کپور او کټرېنا کېف د ميني ژوند 

د هند د بالېوډ سېنما دوه مشهور لوبغاړي رنبېر کپور او کټرېنا کېف د ميني ژوند او واده په اړه ډېر خبرونه خپره شوي دي، خو د وروستيو خبرونو پر اساس دغه جوړه چې د واده پلان يې درلود خو وانه توانېدل چې سره ګډ ژوند وکړي. 

رنبېر کپور او کټرېنا کېف او د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ز کال کې د کټرېنا کېف په کليزه کې سره ولېدل. دوی د بالېوډ سېنما د بلې لوبغاړې دیپیکا پادوکون په وسيله سره معرفي شول.
 
رنبېر کپور او کټرېنا کېف کابو دوه کاله سره د مينې ژوند کې وو خو په ۲۰۱۰ کال کې د جدايي خبرې پورته شوې. له ۲۰۱۰ کال وروسته هم په ۲۰۱۲ کې رنبېر کپور او کټرېنا کېف په نيويارک کې د رسنيو پر وړاندې راښ:اره شول چې يو ځل بيا د دوی د مينې د داستان خبرې پورته شوې. 

له ۲۰۰۸ بيا تر نن د رنبېر کپور او کټرېنا کېف د مينې، کوژدې او واده په اړه بيلا بيلې اوازې پورته شوې، خو دوی تر اوسه د مينې په واده نه دي توانېدلي.