ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو شمېر کارمندان څارنوالۍ ته وروپېژندل 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د مرغومي)، ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دايکنډي ولايتي دفتر يو شمېر کارمندان څارنوالۍ ته ورمعرفي کړي دي. ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ويلي دي چې يادو کسانو يو شمېر پاکې رايې د باطلو رايو په ټولګه کې اچولې وې. 

بيا له بلې خوا ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د دغه پرېکړه په اړه غبرګونه ښوودلی. د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو وياند سید ذبیح الله سادات ويلي دي چې ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دا حق نه لري چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کارمندان او غړي څارنوالۍ ته معرفي کړي. ټاکنو کمېسيون شوې پرېکړه غېر قانوني بللې ده. 

ټاکنيزو شکياتونو کمېسيون نن د ولسمشريزو ټاکنو په اړه د شکايتونو د څېړنې پړاو بشپړ کړ او د ۳۰۰۰ محلونو رايې به له سره وشمېرل شي.