ولسمشر غني: پوليس حق نه لري چې پر (غلو) ډزې وکړي او ويې وژني 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د مرغومي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې هېڅ امنيتي کس دا حق نه لري چې کوم افغان وګړی ووژني. غني ويلي چې حتا پوليس دا حق هم نه لري چې غل ووژني. 

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ کابل کې د پوليسو اکاډمۍ (شهيد جنرال عبدالرازق پوليسو اکاډمۍ)، د ۴۵۰ افسرانو د فارغت په غونډه کې کړې. 

ولسمشر غني ويلي دي چې د يو افغان وګړي د اعدام يا وژنې صلاحيت يوازې او يوازې د باصلاحيته محکمې حق دی او دوی به يې په اړه پرېکړه کوي. 

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي، چې کابل کې جنايي جرمونو زور اخېستی دی. هره ورځ تر لسو د وژنې، وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او عامه نظم د ګډوډۍ پېښې رامنځ ته کيږي. 

داسې پېښې هم رامنځ ته شوې دي چې پوليس د وسله والو غلاو د نېونې پر مهال د دوی له مقاومت سره مخ کيږي. د ولسمشر غني د دغه امر وروسته به پوليس د وسله والو غلو سره په مقاومت کې له ستونزو او محدوديتونو سره مخ شي.