ولسمشرۍ ماڼۍ: طالبانو دې اوربند ته غاړه کېږدي 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د مرغومي)، د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي چې وسله وال طالبان بايد د سولې خپلمنځي خبرو لپاره لومړي اوربند وکړي. صديقي وايي چې يوې باعزته سولې ته د رسېدو لپاره اوربند اړين دی. 

په ورته وخت يو شمېر رسنيو د طالب سرچينو د مالوماتو پر اساس لېکلي دي چې دغه ډله د سولې خبرو د پيل پار تر اوسه اوربند ته نه دی تيار، خو د تاوتريخوالي د کموالو پر طرحې کار کوي. 

د طالبانو او امريکايانو او طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرو په اړه له تېرو څو کالونو مذاکرات کيږي، خو تر اوسه کومې وروستۍ پايلې ته نه دي رسېدلي او نه هم د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ رسمي خبرې پيل شوې دي.