د سپاه پاسدران مشر: په ټول ژوند کې مې دومره د شرم احساس نه وو کړی څومره مې چې د اوکراينۍ الوتکې په پېښه کړی 

روهي (دوه نۍ۲۳ د مرغومي)، د ايران د سپاه پاسدران پوخ مشر وايي چې په اوکراينۍ الوتکې د دوی پوځ د توغندي لېږدل او فاجعه رامنځ ته کېدل ورته د شرم وړ خبره ده. 

د دغه پوځ مشر حسين سلامي خبريالانو ته ويلي دي، چې ده په ټول ژوند کې دومره د شرم احساس نه دی کړی څومره چې د يادې پېښې په اړه کړی. 

سلامي ويلي، "مونو تېرونه کړې، دغه تېروتنه زمونږ ملګري ووژل شول. دا تېروتنه وه کومه قصدي پېښه او عمل نه وو. مونږ په دغه پېشه د شرم احساس کوو مونږ به يې جبران کړو" 

د اوکراين نړيوال هوايي شرکت الوتکه چې ۱۷۶ مسافر په کې ناست وو، د ايران سپاه پاسدران پوځ په توغندي ووېشتله او ناست ټول په کې وسوځېدل.