افغان اې لوبډله له سريلانکا او بنګله دېش سره لوبلړۍ ترسره کوي

روهي( دوه نۍ/۲۳ د مرغومي )، د افغانستان اې لوبډله د سريلانکا او بنګله دېش اې لوبډلو سره د څلور ورځنيو او پنځوس اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي، چې د سريلانکا په کوربه توب به افغانستان په سريلانکا کې د سريلانکا له اې لوبډلې سره لوبلړۍ ترسره کړي او د افغانستان په کوربه توب به بيا له بنګله دېش سره په هند کې د افغانستان اې لوبډله لوبلړۍ ترسره کړي.

د افغانستان او سريلانکا د اې لوبډلو ترمنځ د مۍ او جون په میاشت کې دوه څلور ورځنۍ او ۳ پنځوس اوريزې سيالۍ ترسره کېږي. دغه سيالۍ چې سريلانکا يې کوربه توب کوي، د مۍ په اتمه نېټه به پيل شي او د جون تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

همدا ډول د سپتمبر او اکتوبر په مياشت کې به بيا افغانستان د بنګله دېش اې لوبډلې کوربه توب کوي، چې دوه څلور ورځنۍ او ۵ پنځوس اوريزې لوبې به د هند په ګريټر نويډا کې ترسره کوي. يادې سيالۍ به د سپتمبر په ۷مه نېټه پيل شي او د اکتوبر تر ۶مې نېټې پورې به دوام وکړي.