ايران کې څلور غميزې  

د امريکا متحدو ايالتو او ايران ترمنځ له تيرې ۴ لسيزو؛ هغه وخت چې د ايران شاهي حکومت سقوط او اسلامي دولت په کې جوړ شو کړکېچ او خرابې اړيکې شتون لري. د ايران او امریکا متحدو ايالتو د کړکېچ رسنيز سرليک د ايران اټومي پروګرام دی، خو تر شا يې په سيمه کې د ايران  او امريکا لاس وهنې، د ايران د حکومت ډول او د امريکا له بهرني سياست سره د ايران مخالفت د دغه دوه هېوادونو د جنجال اصلي ټکي دي. 

اوس مهال ايران له ستر تاريخي پړاو او تيريږي؛ په کور دننه او له بهر له څلورو غميزو سره مخ دی. 

۱-  د قاسم سليماني وژل کېدل:  امريکا متحدو ايالتو د ايران د سپاه پاسدران پوځ د قدس څانګې مشر قاسم سليماني بغداد کې ووژل وو. د کرېکټ په اصطلاح چې سليماني د ايران لپاره مهمه ويکټ وه. دومره مهم وو چې د دغه هېواد ستر مذهبي مشر آيت الله علی خامنه ای يې وژړولو، درې ورځې ملي ماتم په کې اعلان او لسګونه کسان د سليماني په جنازه کې تلف شول. ايران له يوې خوا خپل يو مهم پوځي قومندان له لاس ورکړ او بل يې دښمن (امريکا) تر دروازې راغلې او کولی شي چې په راتلونکي کې يې بيا له داسې ضربو سره مخ کړي. 

۲- بدبختي بدبختي زيږوي: د سليماني له وژنې څو ورځې وروسته له ايران پورته شوې اوکراينۍ الوتکه ووېشتل شوه او ۱۷۶ مسافر په کې ووژل شول. که چېرې د ايران پوځ دغه کار په رېښتا هم په تېروتنې کړی وي، خو په دې اساس وخت کې د کمزروتيا، ورخطايۍ او ګډوډۍ نښه ده. بل دا چې که د ايران پوځ دغه الوتکه په قضدي ډول هم وېشتي وي، خو ښايي چې د موضوع د پټېدو او بل رنګ ورکولو هڅه يې کوله، چې هغه هم رسوا او دی په کې ناکام شو. 

۳- په کور دننه ستونزې: د امريکا په لمسون له وړاندې ايران کې دننه يو شمېر سياسي څېرې او عام وګړي د ايران د حکومت پر وړاندې هڅول شوي دي. وروستيو پېښو دغه بهير ګړندی کړ. امريکا او لوېديځې نړۍ د دوی د عمومي پالېسۍ اړوند خپل مخالفين له دننه ټپي کوي. ايران کې هم همدا لوبه روانه ده. د ايران ملت اوس هغه ملت نه دی چې ټول په يو خوله د سليماني په مرګ وير وکړي؛ ځيني ايرانيان سليماني پسې د اوښکو توېدو پر ځای د ايت الله علي خامنه ای استعفا غواړي، د حکومت بدلون غواړي او د اوسني رژيم ضد غږ يې پورته کړی دی. 

۴- د سيمې هېوادونه: ايران سيمه کې ځيني دوستان لري خو د دښممانانو شمېر يې له دوستان ډېر دی. چين، روسيه او د عراقي حکومت يو برخه د ايران په درد درمن وي، خو عربستان، اسرائيل او د منځني ختيځ ډېری نور هېوادونه له ايران سره له وړاندې ستونزې لري. دوی د ايران او امريکا ترمنځ کړکېچ کې د امريکا متحدو ايالتو لار نيسي او د ايران د لا ځپلو په هڅه کې دي. 

د نړۍ د يو اسلامي هېواد په توګه ايران کې هره بدبختي په ځانګړي ډول هغه چې پر ايراني ولس وي، د خپګان او خواشينۍ وړ ده. خو د ايران د واکمن رژيم هغه سياست چې د افغانستان په شمول د سيمې په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې جګړه د خپلو ملي ګټو په 
پار ساتي هغه څه دي، د ايراني ولس د يو برخې په ډول د نړۍ مسلمانانو هم دا باور خپل کړي؛ چې ايران بل وژلو خو نن په کې خپله وژل کيږي او دا هغه څه دې چې  ايران يې بايد جبران کړي.