ولسمشر غني: د ملي بحث له لارې دې د کابل ښاریانو ستونزې او لومړیتوبونه تشخیص شي

روهي( دوه نۍ/۲۳ د مرغومي )، ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل ښاریانو د ستونزو د تشخیص او اقداماتو په اړه غونډه  په ارګ کې وشوه.

په دې غونډه کې ولسمشر د کورنیو چارو وزارت د امنیتي اصلاحاتو طرحه چې په اوله او پنځمه حوزه او د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې تطبیق شوې ده، وستایله.

ولسمشر ملي امنیت سلاکار ته دنده وسپارله چې د ملي بحث یوه طرحه جوړه کړي چې د هغې په چوکاټ کې د کابل ښار خلکو سره د هغوی د امنیتي مسایلو، ټولنیزو او نورو ستونزو په اړه بحث وشي.

ولسمشر په دې غونډه کې د ملي امنیت سلاکار او د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکارانو ته په ټینګار وویل، له امنیتي حوزو او د کابل ښار مختلفو ناحیو اوسېدونکو سره د هغه د مسلسلو کتنو منظمه برنامه دې جوړه شي، ترڅو د کابل ښاریانو د امنیتي او ټولنیزو ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته، د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله حل لارو د پیدا کولو په موخه، اړوند ادارې عملي اقدامات وکړي.