کابل کې شپږ تنه د غلا او چپاولګرۍ په تړاو ونیول شول

روهي( دوه نۍ/۲۳ د مرغومي )، د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې منسوبینو شپږ تنه د غلا او چپاولګرۍ قضیو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان تېره ورځ د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د پولیسو د یو لړ عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.
کابل ښاریان د کورنیو چارو وزارت د غلو پر ضد مبارزې ته خوښ دي خو زیاتوي چې باید مبارزه دوامداره وي.