علی وزیر: پاکستان حکومت ته د ډیورنډ پرکرښه اغزن تار به یوه ورځ ستا غاړه کې اچوم

روهي() دوه نۍ/۲۳ د مرغومي )، پرون ورځ د خیبر پښټون خوا په بنو سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه ولسي غونډه وکړه چې د شمېرو له مخې په یاده جلسه کې د یو لک څخه پورته کسانو ګډون کړی و.
دغې جلسې ته د پښتنو د بېلا بېلو سیمو څخه ځوانان، پېغلې، ماشومان او بوډاګان راغلي وو چې ټولو په یو غږ سره ویل چې پاکستان پوځ او استخبارات دې د وژل شوو پښتنو حساب ورکړي او همدا ډول د پښتنو پر خاوره دې جنګ پای ته ورسوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خپلو خبرو کې وویل چې د پښتون خوا یوه لویشت ځمکې کانونه به هم چاته ورنه کړي.
همدا ډول د یاد غورځنګ بل مخکښ مشر علي وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان حکومت د ډیورڼډ پر کرښه اغزن تار چې دوه ورونو ترمنځ تېر شوی یوه ورځ لرې کوم او پاکستان حکومته ستا په غاړه کې به یې اچوم.

وړانګه لوني هم په خپلو خبرو کې وویل چې دا مبارزه به تر هغې دوام وکړي چې ترڅو د پښتنو حقونه نه وي ترللاسه شوي.