منځني ختيځ کې د کړکېچ په اړه د جاپان خبرداری 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د مرغومي)، د جاپان لومړی وزير (شينزو آبي) په يو رسمي سفر د منځني ختيځ يو شمېر هېوادونو ته تللی. نوموړي تېره ورځ په سعودي عربستان کې له سعودي چارواکو سره کتلي. 

  شينزو آبي خبرداری ورکړی دی چې منځني ختيځ کې د ايران او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ هره وسله واله نښته د سيمې او په لويه کې د نړۍ سوله، امنيت او ثبات په خطر کې اچولی شي. 

د جاپان لومړی وزير په سيمه کې د تاوتريخوالي د کموالو په موخه په  څلور ورځني سفر د منځني ختيځ هېوادونو ته تللی دی. نوموړی له ايران او امريکا غوښتي دي چې ستونزې بايد مذاکراتو له لارې حل کړي. 

د چين او جاپان په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونو په منځني ختيځ کې د ايران او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ د شته پوځي تاوتريخوالي له امله اندېښنې ښوودلې او له دواړه خواوو يې غوښتي دي چې ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.