روهي (دوه نۍ/۲۳ د مرغومي)، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني وړمه ورځ د ایران له ولسمشر حسین روحاني سره وکتل هغه په سیمه کې د اختلافاتو یوازینۍ حل خبرې اترې وبللي او وویل چې هر څه به د خبرو اترو له لاري حل شي.
همدا راز د قطر امیر په تهران کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره په ګډ کنفرانس کې ټینګار وکړ چې "د سیمې د اختلافاتو یوازینۍ حل خبرې اترې او د تېښتې کمول دي."
په ورته وخت کې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وویل، ایران او قطر نن "د خپلو اړیکو د پراختیا لپاره ښې او مهمې پریکړې ترسره کوي."
بل لوري ته شيخ تميم بن حمد ال ثاني د ايران له ولسمشر سره تر خبرو وروسته وويل چې د روحاني سره د هغه ليدنه ښې او ګټورې وې، او ټينګار يې وکړ چې د قطر او ايران اړيکې "تاريخي دي ، او ستر پرمختګونه يې ليدلي.
حسن روحاني هیله څرګنده کړه چې د دوحې او تهران ترمنځ اړیکې سره پراخې شي روحاني همدا راز پریکړه وکړه چې د دواړو خواو ترمنځ کلني ډول یوه کمیټه جوړه کړي، د قطر امير زياته کړه چې هغه ولسمشر روحاني ته بلنه ورکړې ترڅو قطر ته سفر وکړي.
وروستي