نړۍ کې پنځه عجيب او خطرناک اورغورځونکي (Volcanoes) ځايونه

اورغورځونکي پېښې هغه پېښې دي چې د تاريخ په اوږدو کې يې د مېلېونه انسانانو  او ژويو ژوند اخېستی، مالي زيانونه يې رسولي او همدا ډول يې د ځمکې پر مخ نوي جوړښتونه رامنځ ته کړي  دي. آتشفشانونه يا Volcanoes د سمندر لاندې زلزلو يا سونامي او نورو سترو او واړو زلزلو سبب کيږي. 

۱- Mauna Kea: دا په نړۍ کې تر ټولو لوړه اور غورځونه شمېرل کيږي. د دغه اور غورځونې لوړوالی چې په واوې (Hawaii) کې رامنځ ته شوی وو لوړوالی يې ۴۲۶۷ متره ته رسېدو. دغه سيمه اوس په نړۍ کې ستر تاريخي ځای د ساينسي څېړنو مرکز شمېرل کيږي. 


۲- Ojos del Salado: دا غر په سويلي امريکا کې د چيلي او ارجنټاين ترمنځ د اور غورځونې يا اتشفشان غر شمېرل کيږي. دغه غر د بحر له سطحې ۶۸۹۳ متره لوړوالی لري. ۱۹۹۳ کال کې دغه غر کې ترټولو ستره اور غورځونه رامنځ ته شوې وه. 


۳- Tamu Massif: دا په نړۍ کې د اورغورځونې تر ټولو ستر يا لوی غر دی چې تر ۲۰۰۳ کال پوري يې په اړه مالومات نه وو. ياد غر د پېسېفيک بحيرې سره پروت دی. د Tamu Massif غر لوړوالی د بحر له سطحې ۴۰۰۰ متره لوړ دی. تر ټولو پراخه اور غورځونه يې ۱۹۱۵۱۱ مترمربع وه. 


۴- Mount Kilimanjaro: د افريقا په تانزنيا کې Mount Kilimanjaro د اورغورځونې لوړ غر دی. د تاريخ په اوږدو کې د دغه غر په زرګونه اورغورځونې ثبت شوې دي.