د ارواښاد امان الله سيلاب ساپی يو غزل ته  لنډه  کتنه

ستا دسترګو بلا واخلم
بيا دې سترګې ولې سرې دی
پام چې وار دې خطا نه شي
ما منلي غرغرې دي

درنو لوستونکو!۰
پورتنی شعر د ارواښاد امان الله سيلاب ساپی هغه پيل شوې ملغلرې يا د دزړه خبری دي چې د غزل به ښکلي بڼه راښکل شوی او نن سبا دهيواد د هر ځوان ،زوړ او تنکی ځوانانو په خوله زړه،دماغ او ژبو ته ېې لار موندلې او زمونږ د لرغوني هيواد د قامونو ، ولسوو او پرګنو د خوښيو په محافلوکې په پوره پاملرنې او شوق اوريدل کيږي.

دا شعر داروا ښاد سيلاب ساپي د هغه لسهاونورو وتلو اوولسونو ته د منلو اشعارو د جملې څخه دی چې ددې او نور اشعارواوليکنو څخه یې دا اصل څرګنديږي چې سيلاب صيب چې کوم تکل لرلای ، د خبل تکل د عملی کولو لپاره هرڅه ته تيار او په خپل عزم او اراده کې يې هڅ خنډ او پښيماني نه ليدله کيږي که څه هم د هغه د سر په بيه هم تمام شي.

هغه په پوره باور اواطمينان داسې وايي:
پام چې وار دې خطا نه شي
ما منلي غرغرې دي

شهيد امان الله سيلاب "ساپی" د خدای بخښلي وکيل صاحب شهيد نصرالله خان "ساپي" زوى او دمرحوم مفتي عبدالغفور خان لمسى په ۱۳۱۲هـ ش كال د ننګرهار ولايت د كامې ولسوالۍ په غازي كلي كې زيږيدلى و.

ښاغلی انجنیر عبدالقادر مسعود د اروا ښاد سيلاب ساپي په اړه داسې ليکي:
دشعر او شاعري لاره اوږده او ستونزمنه ده، ډیرې ستړیاوې، پړاوونه او منزلونه لري . شعر د نورو هنرونو تر څنګ هغه هنر دی، چې شاعران خپله مینه، خپل فکر، خپل خیال، خپل احساس، خپله عاطفه، خپل انساني او ملي پیغام د شعر په ژبه کې خپلو خلکو او خپلې ټولنې ته وړاندې کوي.

شاعران د ټولنو انځوران دي، چې دوی په خپلو شعري تصویرونو کې د بشري ټولنې حالات او پیښې او د خلکو د ویښولو او پوهولو مختلف اړخونه بیانوي، او دواقعي اوانساني ژوند لارې،چارې ور په ګوته کوي.

ارواښاد امان الله(ساپی) چې زمونږ د هیواد با استعداده، پیاوړې، ساده ، سپیڅلې اونامتوشاعر و د ده نوم د ادبیاتو په تاریخ کې د یو ممتاز او با احساسه شاعر په توګه روښانه او ځلیدونکې دی. دی د یو عالي ادبي، ملي او علمي شخصیت څښتن و، او دشعر او شاعري بیرغ یې اوچت ساتلې و.

د سيلاب صیب دغه ښکلی غزل په لمړي ځل د هيواد د ولسونو وتلی او خوږ ژبي سندرغاړي استاد اول مير په خواږه اواز کې کمپوز شوی چې د ولسونو او پرګنو زړونو ته يې لار پيدا کړه، چې کله هم د ميدیا له لاري د استاد خوږ اواز پورته شي نو هرڅوک يې د زړه په غوږنو اوري او پوره خوند ترې اخلي.

 هغه وايي:
نازولې ليلا راشه! دمجنون ګريوان ته ګوره
د اباران دملغلرو كه داوښكو فوارې دي

مخ دې بلې لمبې كاندي خوله دې ګل شي بيا غونچه شي
ځكه ماته ډيرې ګرانې دپتنګ بلبل نخرې دي

که څه هم استاد اول مير ددې شعر څو مصری کمپوز کړي چی ټول شعر په يوه کمپوز کې ګنجايش او امکان نه وي خو د شعر په اوله څو مصرو کې سيلاب صيب داملغلری داسې پيلوي: 

د ارزو جوپه باريږي حوصلې وهي خنجكې
داميد په قافله كې شروع نوې نغارې دي

ستا د مينې خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده
ګوندې وخته ماليدلي په خپل سر خاورې ايرې دي

ښاغلی سيلاب ساپی په هيواد مين شاعر او ليکوال وه چې په خپلو ليکونو او شعرونه کې په پوره مهارت او جرئت د بهرنيو اشغالګريو دسايسو په مقابل کې په پوره ميړانه او شهامت خپل وطنی او ملې دنده په خپلو اشعار او ليکنو سره سرته رسولې چې د هغه تلپاته حماسې د افغان ولس د افتخار او شهامت بيلګې دي.

چې په ژرنده مې ځان وړه كړو نو ايله مې وصال بيا موند
درنجو په نوم مې كړي ستا دسترګو نندارې دي

شاعر د طبيعت ښکلا او واقعتونه په ډير ښکلي انداز او ظرافت په ښايسته شاعرانه الفاظو کی چوکات بندي کوي چې زمونږ وتلې شاعران په پوره مهارت او لوړ انداز دا مهارتونه په کاروی چې ډير زر زړونو ته لار پيدا کوی او تلپاتې حماسې جوړوي چې يو دداسی حماسه جوړونکو شاعرانو او ليکوالانو څخه هم ارواښاد سيلاب ساپی وه چې دهغه په تلپاتې اثارو به اوسنی او راتلونکي نسلونه افتخار کوي.

هغه وایي: 
پس له ډيره لت او كوبه ستا له تلو قربانيږم
دنكريزو په جامه كې مې قربان دزړه قطرې دي

چې ارې ته مې سر وركړو نو اور بل كې په خندا شوم
دږومنځ په رنګ ښكل كړي زلفې ما خورې ورې دي

مبارك دې شه سيلابه! دوصال استاځى راغى
دريبار سره دې كړي اشنا نوې مشورې دي

مونږ د ارواښاد امالله ساپې شاعرۍاو قلم او د هغه سپيڅلتيا او لوړ همت د درناوي خيال ساتو د هغو دا تلپاتې ميړانه او کار نامې د افغان ولس د ستاينې او افتخار بيلګې دي چې دهغه يادونه به په افغاني ټولنه کې تل ژوندی پاته وي.

هغه ته دلوی خدای له درباره د فردوس جنت ، ارام او ښاد روح هیله کوو.
امین يا رب العالمين
ماين اشف - جرمني