د قطر امير شيخ تميم د خبرو لپاره ايران ته سفر کوي

روهي (يوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، د الجزیرې ورځپاڼې د راپور له مخې، د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني به د یکشنبې په ورځ ایران ته سفر وکړي چې د ولسمشر حسن روحاني په ګډون به له نورو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې د متحده ایالاتو د لوړپوړي ایراني قومندان قسیم سلیماني تر وژل کیدو وروسته په خلیج کې د سختو کړکېچونو زور اخیستی. 

تهران ته دا سفر په بغداد کې د امریکا له لوري د لوړپوړي ایراني قومندان قسیم سلیماني تر وژل کیدو او د امریکا پر اهدافو د ایران د توغندیو برید وروسته په خلیج کې د سختو کړکیچونو لامل وګرځید.