اسامه بن ﻻدن

 تر دريو كلو وروسته افسانه ىي او مرموزاسامه بن لادن يو ځل بيا د ميډيا پر مخ راڅرګند شو او يو ځل بيا يې په لسګونې پوښتنې راولاړې كړې . له څه مودې راهيسې دا ګونګوسې ډېرې شوي وې ، چې اسامه بن لادن وژل شوى ، خو د نوې ويډيو په راوتلو سره د اسامه نوم بيا د ژپو پر سرو خبور شو . راځـئ وګورو چې اسامه څوك دى او څنګه په افسانه واوښت : 
مکمل نوم يې أسامة بن محمد بن عوض بن لادن دی ، چې په 1957 ز کال دمارچ مياشتې په 10 مه نېټه دسعودي عربستان په (( رياض ))ښارکې زېږېدلی دی . د ورورڼو او خويندو تر منځ يې ترتيب درې څلويښتم او د ورورڼو تر منځ يې ترتيب يوويشتم دى . بن ﻻدن په يوه بډايه يمني الاصله کورنۍکې زېږيدلی . پلار يې محمد عوض بن لادن په 1930 ز كې له ( حضرموت ) څخه ( جدې ) ښار ته لېږ دېدلى ا و د لږ وخت په تيريدوسره له يو عادي پنډي ( جوالي ) څخه د سعودي عربستان له سترو ټيكه دارانو څخه شو . له حاكمې كورنۍ سره ىې اړيكې ټىنګې شوې ان تردې ، چې كله د فيصل او سعود تر منځ خوابدي رامنځ ته شوه همده سعود اړ ويست چې د فيصل په ګټه له خپل دريځ څخه په شا شي . سعود چې كله عربستان پريښود د دولت ټوله خزانه تشه وه همدا د اسامه پلار و، چې د شپږو مياشتو له پاره يې د فيصل د مامورينو تنخواوې پر غاړه واخيستې . اسامه د اولسو كلو و ، چې په شام كې ىې د خپلو ماماګانو په كورنۍ كې واده وكړ . خپلې لومړنۍ ، منځنۍ او لوړې زده كړې يې د جدې په ښار كې تر سره كړې . په کال 1979 زکال کې دعبدالعزيزنومي پوهنتون څخه داقتصاد فاکولتې دمنجمنټ په برخه کې دجدې په ښارکې دساختماني انجينرپه توګه فارغ شو اوپه ساختماني شرکتونوکې يې په کارپيل وکړ . په پوهنتون كې له دوو كسانو عبدالله عزام او د سيد قطب ورور محمد قطب څخه ډير اغيزمن شو . 
اسامه جهاد پيلوي : 
افغانستان ته د اسامه پام هغه مهال راواوښت ، چې شوروي پر افغانستان تيرى وكړ . اسامه هيله وښودله كه وكولاى شي چې وضعيت خپله له نږدې څخه وګوري ، هماغه و چې د جماعت اسلامي له لارې يې افغانستان ته يو پټ سفر ترتيب كړ ، له كراچۍ څخه پيښور ته او دلته يې له يو شمير اشنا څيرو لكه سياف ، رباني حكمتيار .... سره وكتل . اسامه هڅه كوله ، چې دغه سفر همداسې د راز په پرده كې پاتې شي اوهمدلته يې يوه مياشت تيره كړه . اسامه چې كله سعودي عربستان ته راوګرځيد نو له افغان جهاد سره يې مالي مرسته پيل كړه او هغه افغانان او پاكستانيان يې له ځان سره راوستل چې د بن لادن په شركت كې ىې كار كاوه . خپله اسامه تر1982 ز پورې افغانستان ته داخل نه شو په پيښور كې يې له نظامي قرارګاوو او پنډغالو څخه ليدنه كوله . اسامه په 1982 ز پريكړه وكړه ، چې افغانستان ته داخل شي او په جګړه كې فعاله او عملي ونډه واخلي . اسامه په 1984 ز كې په پيښور كې د عرب جنګيالو د استوګنې په موخه بيت الانصار جوړ كړ ، دوى به همدلته روزل كيدل بيا به افغانستان ته د جګړې له پاره استول كيدل . د بيت الانصار له جوړيدو سره غبرګ عبدالله عزام مكتب الخدمات پرانيست ، دواړو دفترونو د افغان جګړې لپاره له خليجي هېوادو پيسې ، جنګيالي او نور ډير څه راټول كړل . همدغه مهال د اسامه او عزام ترمنځ اړيكې ډيرې كلكې شوې خو كارونه يې جلا و . په 1986 ز كې اسامه وغوښتل چې خپلې جهادي هڅې لا پسې پراخه كړي ، هماغه و ، چې په داخل كې يې ځانته جلا او مستقل نظامي كمپونه جوړ كړل د مرستې او بسپنې د ترلاسه كولو كانالونه يې څو چنده زيات كړل . د 1986_ 1989 ز پورې عرب جنګيالو له شوروي اتحاد پنځه سترې جګړې تر سره كړې . 
اسامه بن ﻻدن د2000 خوا وشا د عربانومشري په غاړه درلوده او په همدې مهال يې دامريکا اوپاکستان له استخباراتي شبکوسره هم اړيکې درلودې اودسعودي عربستان ددولت مرستې به يې مجاهدينوته رسولې .
وروسته له دې ، چې سره پوځيان دې ته اړ شول چې له افغانستان نه بهرشي اسامه بن ﻻدن دامريکايانوپرضددجهاداعلان وکړ او دسوماليايي جنګياليوسره يې په 1993 زکال کې دامريکا پرضدمبارزه کې مرسته وکړه . په کال 1998 ز کې دکينيا اوتانزانياپه پلازمېنوکې يې دامريکا په سفارتونوکې چاودنې ترسره کړې . 
اسامه بن ﻻدن په کال 1988 زکې دالقاعده سازمان بنسټ کېښود او وروسته له ده سره ځينې نور سازمانونه هم يوځای شول . په کال 1998 کې له مصرنه ايمن الظواهري د ((منظمة الجهاد اﻻسلامي )) ډله هم په القاعده کې مدغم شوه او الظواهري دالقاعده دوهم لوړپوړي کس شو .
القاعده وروسته له 1995 کال نه د ترهګرو ډلوپه لست کې شامله شوه .
القاعدې د جوړولو لامله خپله اسامه داسې په ګوته كوي : ( كله به چې يو شمير هغو كورنيو د خپلو بچيانو او خپلوانو پوښتنه راڅخه وكړه او له ماسره به يې معلومات نه وو نو ما به د خجالت احساس وكړ دغه مهال مې د ټولو هغه عرب جنګيالو د ثبت له پاره كار پيل كړ چې دلته به زما خواته راتلل ) په 1989 ز كې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته اسامه بيرته سعودي عربستان ته راستون شو . ده غوښتل چې دلته به خپل يو شمير شخصي كارونه خلاص كړي او بيرته به سمدلاسه افغانستان ته راستنيږي . سعودي له غوږه ورتيره كړله ، چې نور دده مسوليت پاى ته ورسيده او نوموړى نه شي كولاى ، چې له سعودي بهر سفر وكړي . 
اسامه څرنګه له سعودي څخه ووت ؟ 
اسامه د نظارت لاندې و دغه شپې پرې سختې تيريدلې هغه نه شو كولاى ، چې په ښكاره له هېواده ووځي ځكه ، چې هغه يوه پيژندل شوې څيره وه او تل د حكومت د څارنې لاندې وه هماغه و ، چې خپل ورور ته يې قناعت وركړ ، چې زه په پاكستان او افغانستان كې يو شمير سوداګريزې معاملې لرم زه نه شم كولاى ، چې هغه همداسې پريږدم او زما پرته بل هيڅ څوك نه شي كولاى ، چې دا حسابونه پاك كړي . ورور يې دكورنيو چارو له وزير امير نايف سره چې دده نږدې ملګرى وكتل او هغه يې دې ته اړ ويست ، او اسامه ته يې د يوه سفر لپاره پاسپورټ وركړ او امنيتي ارګانو ته يې دنده وركړه چې نوموړى له نږدې څخه وڅاري . اسامه په دغه پلمه(!) له سعودي څخه ووت . كله چې پاكستان ته راورسيده لومړى كار ، چې ده ترسره كړ هغه دا و ، چې خپل ورور ته يې ليك وليكه او بښنه يې ورڅخه وغوښته چې زه نور نه شم كولاى ، چې بيرته سعودي ته دروګرځم كه څه هم پوهيږم چې له امير نايف سره دې ستونزه پيدا كيږي . 
افغانستان ته ننوتل 
اسامه پوهيده چې د سعودي او پاكستان تر منځ امنيتي تړونونه لاسليك شوې نو ډير زر يې پريكړه وكړه ، چې افغانستان ته ننوځي په افغانستان كې دده د شتون پرمهال دكابل حكومت سقوط وكړ او جهادي ډلې په خپلو كې سره ښكر په ښكرشوي . اسامه پريكړه وكړه چې دخپلو يو شمير ملګرو په ملتيا په يوه پټه الوتكه كې سوډان ته سفر وكړي هماغه و چې د1991 ز په پاى كې وتوانيده چې له افغانستان څخه ووځي . سوډاني چارواكو يې درناوي وكړ تر دغه مهال يې پانګه دده په واك كې وه په طبيعي توګه يې لږه نوره له سعودي څخه سوډان ته ورغوښتله اسامه په سوډان كې په نظامي چارو كې لاسوهنه ونه كړه خو په نورو كرنيزو او ساختماني چارو كې يې فعاله ونډه واخيستله مشهور خدمت يې د خرطوم او بورسوډان تر منځ د سړك جوړول دي . په 1992 ز كې ورته د خلكو پام واوښت او هماغه وو چې پانګه يې ګنګل شوه او د امريكايي څارګرو په لړليك كې شامل شو . دامريكايي او سعودي چارواكو ترمنځ تر ټولو توده موضوع د اسامه وه عربستان څو ځلې هڅې وكړې چې بيرته راستون شي خو كامياب نه شو ، كله چې د سعودي حكومت نهيلى شو په 1994 ز كې يې له اسامه څخه يې خپل تابعيت واخيست اسامه تل هڅه كوله چې له سعودي عربستان سره يې ټكر رانه شي خو د سعودي عربستان دغه ډول يو ګام يې د صبر كاسه لبريزه كړه او پر همدغه كال يې حكومت ضد څرګندونې وكړې . د صومال او رياض له چادونو وروسته سوډان نور شو كولاى ، چې د اسامه د استوګنې بار نور پورته كړي هماغه وو چې اسامه د 1994 ز په وروستيو ورځو كې يو ځل بيا د وتو په فكر كې شو او د مولوي محمد يونس خالص او مولوي جلال الدين سره يې اړيكې ونيوي او د بيرته راتګ خبره يې ورسره غوټه كړه دوى د اسامه غوښتنه ومنله او جلال اباد يې د استوګنځي په توګه غوره كړ د جلال اباد په هوايي ډګر كې ورته مولوي خالص او حقاني ښه راغلاست ووايه ، دا ځل هم اسامه د الوتكې له لارې افغانستان ته ننوت . په 1996 ز كې د اسامه د تښتونې يوه ناكامه هڅه وشوه لامل يې د امريكا پر ضد د جهاد خبره وه . د اسامه او ملاعمر ترمنځ يو شمير ليكونه ليږل شوي وو خو تردې دمه يې ليده كاته نه وو شوي خو كله چې كابل د طالبانو ګوتو ته ورغي اسامه تر كابله په موټر او له كابله كندهار ته په الوتكه كې سفر وكړ تر څو كندهار ته ډاډه زړه ولاړ شي هلته يې له ملاعمر سره د لومړي ځل لپاره ليده كاته وشو
له دې وروسته اسامه په خپل منځيو جګړو كې طرف واقع شو خپلو جنګيالو ته يې امر وكړ چې د طالبانو په ليكو د جنرال دوستم پر ضد وجنګيږي مسعود ټينګار وكړ چې اسامه د ددې خوا ونيسي خو بريالي نه شو دغه مهال اسامه له ديني علماوو څخه فتوا وغوښته چې له مسعود سره جګړه څنګه ده هغوي ورته په ځواب كې وليكل چې له مسعود سره جګړه روا ده هماغه وو چې د عرب جنګيالوپه يو ځاى كيدو د طالبانو ليكې نورې هم پياوړې شوى . 
د 1997 په پاى او د 1998 په لومړيو كې اسامه د افغاني او پاكستاني عالمانو پر مرسته خپل فعاليت بياله سره پيل كړ او نږدې 40 عالمانو فتوا وركړه چې له عربي جزيرو څخه دې امريكايان ووځي ددغه فتوا په مسلسله توګه په جريده القدس العربي خپره شوه . 
نړيواله اسلامي جبهه 
ددغه ډول پرمختګ يو لامل له اسامه سره د مصر د جماعه الجهاد د مشر ايمن الظواهري او يو شمير پاكستاني او كشميري جنګيالو يو ځاى كيدل وو په 1998 ز كې دوى دنړيوالې اسلامي جبهې د اعلان پريكړه وكړه پر پريكړه ليك اسامه ډاكتر ايمن الظواهري او يو كشميري لاسليك وكړ د اسامه دغه ډول فعاليت ملاعمر ناراضه كړ او هڅه يې كوله چې اسامه قانع كړي چې دغه ډول هڅې اوسمهال زموږ دواړو په زيان دي ددې پرځاي چې اسامه چوپ شي په 1998 ز په مي كې د ډيورنډكرښې ته نږدې مطبوعاتي كنفرانس وركړ او له اي بي سي امريكايي تلويزون سره يې اوږده مركه هم وكړه . اسامه يو څه موده ترى تم شو خو په 1999 ز كې ناببره د امريكايي مجلو پرپښتيو او تلويزونو پرپردو راڅرګندشو د اسامه خبرو او څرګندونو وښودله چې نوموړي په خپل دريځ كلك ولاړ دى . 
دامريکا استخباراتي سرچينودويناپر بنسټ اسامه بن ﻻدن په امريکاکې د2001 زکال دسپټمبر11 نېټې ترهګريزو بريدونومسؤل دی . په دې پېښه کې څوالوتکې دترهګروله خوا وتښتول شوې اودامريکا په نيويارک ښارکې تجارتي مرکز اوهمداراز پنتاګون تربريدﻻندې راغلل او يوزيات شميرکسان ووژل شول .
په لومړي سرکې بن ﻻدن په دې پېښه کې ګډون نه منلولېکن وروسته په 2004 زکال کې دالقاعده له خوا يوه پاڼه خپره شوه ، چې دايې وښوده چې ددوی چاروه .
په زړه پورې دا ده ،کله چې امريکايانود11 سپټمبردپېښې نه وروسته هغه مهال چې طالبان په واک کې وو ، له دوی نه وغوښتل بن ﻻدن ورته تسليم کړي . طالبان دې دې ته حاضر وو ، چې اسامه بن ﻻدن ورته تسليم کړي لېکن دشواهدواوثبوت غوښتنه يې وکړه . لېکن امريکايان ته تکبردا اجازه نه ورکوله ، چې دوی دې چاته ثبوت وړاندې کړي اوله دې امله يې دترهګرۍ سره دمبارزې په نوم يې پرافغانستان او عراق يرغل وکړ .
د2001 زکال دسپټمبردمياشتې وروسته امريکادترهګرۍ پرضددجګړې په نوم په ملياردونو ډالرمصرف کړي لېکن نړۍ کې ترهګريزه پېښې نورې هم زياتې شوي اوداسې يوهېواد ، چې سوله په کې وه لکه عراق نن هره ورځ دځانمرګي بريدونو شاهد وي . د اسامه بن ﻻدن دنيول کيدياوژل کيدوپرسرباندې 50 مليونه ډالره جايزه ټاکل شوې خوتراوسه چاپيدا نکړ .
په وروستيوکلونوکې داسې خبرونه خپاره شوي وو ، چې اسامه بن ﻻدن دامريکايانوپه بمباريوکې په توره بوړه کې وژل شوی لېکن څوورځې دمخه دده يوويډيويي پاټه دسپټمبردپېښې دشپږمې کليزې پرمهال خپره شوه او په خپله امريکايي استخباراتوددې پاټې داصليتوب پخلی وکړ .