ايران کې غوسه شوي لاريون کوونکي: ستر مذهبي  مشر خامنه ای دې استعفا ورکړي 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، وروسته له هغې چې د ايران حکومت دا ومنله چې د اوکراين نړيوتال هوايي شرکت الوتکه په تېروتنې د سپاه پاسدران ډلې په راکټ وېشتلې ده، غوسه شوي لاريون کوونکي د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ای د استعفا غوښتنه کړې. 

د لايريون کوونکي ترڅنګ ايران د شين اپوزېسيون په نوم د حکومت سياسي مخالفې ډلې هم له روحاني مشر ايت الله علي خامنه ای  غوښتي دي چې واک دې خوشی کړي او له دندې دې استعفا ورکړي. 

له لاريون کوونکو وراېخوا، په ټولنيزې رسنۍ ټوېټر هم د ايران د مشرتابه پر وړاندې پوسټونه کيږي او زياتوي چې د ايران د سپاه پاسدران ډلې شوې کړنه د بښنې نه ده او تېرونه نه شمېرل کيږي. 

ايران تېره ورځ ومنله چې په انساني تېروتنې يې اوکراينۍ الوتکه وېشتلې ده. ياده الوتکه کې د لسو افغانانو په شمول ۱۷۶ ټول سپاره ووژل شول.