رشيه ټوډې: هغه دوه چينجي چې (۴۷ زره) کاله عمر لري او اوس هم ژوندي دي 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، د مسکو چاپ رشيه ټوډې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼې کې لېکلي دي چې ساينس او تاريخ پوهانو دوه چينجي چې ۴۲ زره کاله عمر لري اوس هم ژوندي دي. 

ساينس پوهان وو چې د دغه چينجيو عمر د Pleistocene دورې ته رسيږي (Pleistocene جيولوژي اړوند له نن له دوه مېلېونه بيا تر يوولس زره کاله وړاندې مودې ته وايي).

يادې رسنۍ د ساينس پوهانو له خولې ليکلي دي چې دغه چينجي له زرګونه کالونو وړاندې يخ شوي وو، اوس يې بيا ژوند پيل کړی، حرکت او خوراک کوي. 

دغه چينجي د روسيې د ترټولو يخ سيمې (Yakutia) څخه پيدا شوي دي. ساينس پوهان وايي چې د يو چينجي عمر ۳۲ زره کاله او د بل عمر ۴۷ زره کاله دی.