اېکسپرېس ټرېبيون: مودي له ډاکټر ذاکر نايک غوښتي چې کشمير مساله کې د ده  ملاتړ وکړي 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ليکلي دي چې د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي د اسلامي نړۍ له ستر اسلامي عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه غوښتي چې د کشمير په مسال کې د ده ملاتړ وکړي. 

ذاکر نايک له ۲۰۱۶ز کال راهيسې له هندوستان جلا وطن شوی دی او په اندونزيا کې مېشت دی. مودي ذاکر نايک ته ويلي دي چې هندوستان ته بېرته راتللی شي خو په هغه صورت کې چې د هند او پاکستان په مساله کې د مودي د دريځ او پرېکړې ملاتړ وکړي. 

يادې رسنۍ لېکلې دي چې ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د مودي وړانديز رد کړی دی، او ويلي دي چې په هېڅ ډول کومه بې انصافه پرېکړه ورته د منلو نه ده. 

د نرېندرا مودي په مشرۍ د هندوستان حکومت د اساسي قانون ۳۷۰ ماده تعديل کړه او له کشمير يې ځانګړي امتيازونه بېرته واخېستل.