ایشال فیاض: زما د واده په اړه خبرې اوازې او بې بنسټه دي

روهي (يوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، فلمي لوبغاړې ایشال فیاض د ډرامو لېکوال خليل الرحمن قمر سره د خپلې  واده خبرې رد کړې دي او ويلي دي او بې بنسټه اوازې يې بللې دي. 

له تېرو څو ورځو د دغه دوه هنرمندانو د واده په اړه خبرې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې خو ایشال فیاض پر فېسبوک وېډيو خپره کړې او ويلي دي چې تر اوسه يې واده نه ده کړې. 

ایشال فیاض غوسه شوې او ويلي دي چې هېچا ته هم نه ده په کار چې د چا شخصي ژوند په اړه په درغو اوازې خپرې کړي. 

نړۍ کې د مشهورو هنرمندانو او لوبغاړو د شخصي ژوند په اړه ډېری وخت له حقيقت لېرې خبرې خپريږي او خلک ورڅخه ځانګړې موخې لري.