د ايران په ستر روحاني مشر د دغه هېواد د اپوزېسيون غږ 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، د ايران د اوپوزېسيون مشر مهدی کروبي د ايران له ستر روحاني مشر علي خامنه ای غوښتي دي، چې له واک ګوښه شي. 

د اپوزېسيون مشر نيوکه کړې ده چې د اوکراين الوتکه ورځې وړاندې د ايران سپاه پاسدران له خوا په راکت وېشتل شوې خو حکومت څو ورځې وروسته دغه پړه ومنله او بښنه يې وغوښتله. 

يو شمېر لاريون کوونکي او د حکومت مخالف نيوکه کوي، چې د ايران سپاه پاسدران ډلې د اوکراين نړيوالې هوايي کرښې الوتکه په عمدي ډول وېشتې ده او که چېرې ياده پېښه په تېروتنې شوې وي، نو بايد هغه شيبه يې اعتراف کړی وای. 

د ايران حکومت تېره ورځ ومنله چې په انساني تېرونتې د دوی  سپاه پاسدران ياده الوتکې وېشتلې. د ايران بهرنيو چارو وزير په شمول لوړ پوړو چارو بښنه غوښتي او له قربايانو کورنيو ته تسليت وړاندې کړی.