پاکستان بهرنیو چارو وزیر ایران او سعودي عربستان ته په سفر روان شو

روهي( یوه نۍ/۲۲ د مرغومي )، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ایران او سعودي عربستان ته په سفر روان شو، د بهرنیو چارو وزیر سره سهیل محمود او د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي سره مل دي.
 

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به په ایران کې د خپل ایراني سیال جواد ظریف سره وګوري او سبا به سعودي عربستان ته ولاړ شي چیرې چې هغه به په ریاض کې د سعودي له هم منصب سره هم وګوري.
 
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د لومړي وزیر ځانګړو ټکو تمرکز وکړي چې په کې به هغه د مینځني ختیځ او خلیج په سیمه کې د سولې او امنیت په اړه بحث وکړي پداسې حال کې چې امریکا ، ایران به د تاوتریخوالي ، سیمه ییزې سولې او نظم په اړه بحث وکړي.