د افغانستان او ایرلینډ د لوبو نیټې وروستۍ شوې

روهي( یوه نۍ/۲۲ د مرغومي )، افغانستان به دروان ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د ۳ نړېوالو شل اوریزه لوبو لپاره د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.
 
د دواړو هیوادونو ترمینځ د شل اوریزه لوبو د لړۍ نېټې او ځای وروستی شو، چې د مارچ میاشتې په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نیټه به د هند په (ګریټر نویډا) کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
 
د یادو لوبو لپاره یو ځل بیا اصغر افغان لوبډلې مشر ټاکل شوی دی.