نن ورځ په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه ده

روهی(یوه نۍ/۲۲ د مرغومي )، پښتون ژغورنې غورځنګ نن ورځ بنو په جلسه کې د پښتنو پر ځمکو د قبضې، د هدفي وژنو ودرولو او يو ځل بيا د طالب وسله والو سر راپورته کېدو په اړه خبرې کوي.
 
پښتون ژغورنې غورځنګ په ریاض یا منډان پارک کې جلسه کوي. د دې غورځنګ مشر منظور پښتین مشال راډيو ته ویلي ټاکل شوې چې په دې جلسه کې به له حکومته د ماورای عدالت وژنو څیړلو لپاره د شفافه کمیشن جوړېدنې، په پوځي عملياتو کې خلکو ته د ځاني او مالي زيان د ازالې او همداراز پر ځمکو د امنيتي ځواکونو د قبضې خبره راپورته کوي.

نوموړي زياته کړه: ((چې څومره هم قبضې شوې دي هغه که د سوات د چاوڼۍ په صورت کې دي او که د وزیرستان د معدنیاتو په شکل کې. د خلکو پر زمکو د ډي ایچ اې په نوم قبضې شوې دي او دغسې په سکولونو او کورونو هم نو باید دا ټولې قبضې ختمې کړل شي. ایکشن این اېډ اف سیول پاورز قانون دې ختم کړي. د پښتون ژغورنې تحریک به دا غږ هم پورته کوي چې د ايلم له غرونو واخلې تر باجوړ مومند او وزیرستان پورې د وسله والو بیرته راتګ مخنیوی دې وشي ځکه موږ په خپله خواره لاس پوڅي جګړه نه بلکې امن غواړو.))

منظور پښتین زیاته کړه چې همدا ډول  د ارمان لوڼي په وژنې او خړ کمر پېښه کې انصاف غواړي.
 
داسې اټکل کېږي چې په دې جلسه کې به د یو لک څخه پورته کسان ګډون وکړي.