رنګين دادفر سپنتا

 له درې مياشتو راهيسې د افغانستان ( نه پوهېږم ، چې پخوانی ورته ووايم که اوسنی ) د بهرنيو چارود وزير پر سر د ولسي جرګې او ولس مشر ترمنځ کلکې ناندرۍ روانې دي . وروستی انکشاف وايي ، چې ولس مشر د ولسي جرګې له يو شمېر غړو سره ژمنه کړې، چې د امن تر جرګې وروسته به ښاغلی سپنتا له خپلې دندې څخه لرې کوي او پر ځای به يې کوم بل څوک ولسي جرګې ته معرفي کوي . د ده د ځای ناستي لپاره لا دمخه اوازې خپرې دي . دکانديدانو په لړ کې د ولس مشر امنيتي سلاکار زلمی رسول او په امريکا کې د افغانستان سفير سيد طيب جواد نومونه زيات ياديږي . د دې تر څنګ يه يو شمېر نورو وزارتونو او ولايتونو کې هم د بدلونونو خبره کيږي ، د بېلګې په توګه اوازه ده 
، چې د بهرنيو چارو پخوانی وزير ډاکتر عبدالله عبدالله د کورنيو چارو د وزير په توګه ټاکل کيږي . کله چې د امن په جرګه کې ډاکتر عبدالله د پاکستان د کورنيو چارو وزير تر څنګ د جرګې مرستيال وټاکل شو دا ګومان يې نور هم پياړی کړ . 
اوس به راشو دې خبرې ته ، چې ډاکتر سپنتا څوک دی او ولې د ولسي جرګې او ولس مشر تر منځ د اختلاف لامل ګرځېدلی . 
ډاکتر رنګين دادفر سپنتا ، چې د هرات اصلي اوسېدونکی دی ، په ترکيه او جرمني کې لوړې زده کړې ترسره کړي او په افغانستان کې تر خپلې دندې دمخه د جرمني د ( آخن ) په پوهنتون کې استاد و . سپنتا د چپي افکارو او د شعله جاوېد دګوند سوابق لري . که څه هم په وروستيو کې ده هڅه کوله ، چې د شعله يي توب ټاپه له ځانه لرې کړي او داسې ښکاره کړي ، چې دی پر دموکراسۍ کلکه عقيده لري ، خو بيا هم زياتره شنونکي پر دې باور دي چې دی اوس هم شعله جاوېد او مارکسېزم ته ژمن دی او يوازې د تکتيک له مخې ، لکه څنګه چې د شعله يانو عادت دی ، د دموکراسۍ اکټونه کوي . سپنتا په وروستيو وختو کې له يو شمېر مشهورو شعله يانو او ستميانو لکه محبوب الله کوشاني سره يوځای په آخن کې د دموکراسۍ شورا جوړه کړه او هڅه يې کوله ، چې يو شمېر ناشعله يي سياسي فعالين هم ورته جذب کړي او په دې توګه هغې ته دموکراتيک رنګ ورکړي . په دې لړ کې يې د افغان ملت ګوند مشر انوارالحق احدي هم دعوت کړی و ، او نوموړي د دوی په يوه لويه غونډه کې ګډون هم وکړ .ښاغلي سپنتا له ( آسمايي ) سره په يوه مرکه کې د احدي ډېره ستاينه وکړه او لوستونکي يې په دې ټکي حيران کړ ، چې څنګه شعله يان د هغه احدي ستاينه کوي ، چې يو وخت يې د فاشېست په نامه د ده سيوری په توپک ويشته . 
د طالبانو تر نسکورېدو وروسته سپنتا د بن په کنفرانس کې ګډون وکړاو دپرچم د مرکزي کمېټې د پخواني غړي او د بي بي سي د افغانستان د برخې مديرظاهر طنين له خواد بي بي سي په خپرونو کې ډېر مطرح شو او ورپسې يې په افغانستان کې د ولس مشر د بهرنيو چارو د سلاکار په توګه دنده واخېسته . داسې ويل کيږي ، چې د ده په راوستو کې د ولس مشر د ورور قيوم کرزي هم لوی لاس و . د دې علاقمندۍ لامل دا بلل کيږي ، چې قيوم کرزی له سپنتا سره ګډ شعله يي سوابق لري .
ډاکتر رنګين دادفر سپنتا د سلاکار په توګه د دندې پر مهال يو ځلې د شورای نظار قهرمان احمد شاه مسعود ته سپکاوی وکړ او هغه يې د ډبرو ( لاجوردو اوزمردو ) قاچاقبر وباله . دغو څرګندونو د شورای نظار او جميعت تر منځ لويه غوغا جوړه کړه او تقريباً سپنتا يې اړ کړ ،چې يو ډول بښنه وغواړي . 
سپنتا تر سلا کار کېدو لنډه موده وروسته ، لکه څنګه چې اټکل يې کېده ، د بهرنيو چارو وزير وټاکل شو . له وزير کېدو سره ده ژمنه وکړه ، چې په وزارت کې بنيادي اصلاحات راولي او قومي انډول به رامنځته کوي . د سپنتا له راوستو څخه ظاهراًٍ د ولس مشر موخه همدا داصلاحاتو راوستل و ، ځکه چې د ډاکتر عبدالله له پرله پسې ژمنو سره سره بيا هم د بهرنيو چارو وزارت او دهغې بهرني سفارتونه د شورای نظار د غړو او پنجشيريانو په انحصار کې پاتې و . خو ډاکتر سپنتا هم خپلې ژمنې عملي نه کړې او يوازې دوه مهم کارونه يې په ملګرو ملتو کې د ظاهر طنين او په امريکا کې دسفير په توګه د سيد طيب جواد ټاکل وو .
ناپيېلي تاجېکان او نورقومونه د ده له کړنو څخه ناهيلي شول .
که څه هم څو ځلې د سپنتا د دويم تابعيت موضوع په ولسي جرګه کې راپورته شوه او له ده څخه کلکې پوښتنې وشوې ، خوله ايران څخه د افغان مهاجرينو راايستل او دهغې په وړاندې د بهرنيو چارو وزارت پڅ غبرګون د ده پخوانيو دښمنانو ( نظار شورا ) او له سمونونو څخه ناهيلي وکيلانو ته پلمه په لاس ورکړه ، چې سپنتا ولسي جرګې ته د استيضاح لپاره راوغواړي او د رايو په شکمن اکثريت سره باور ترې سلب کړي . کله چې دوهم ځلي رايې واخېستل شوې نو د ولس مشر له هڅو سربېره د مخالفو وکيلانو شمېر نور هم زيات شو . يو شمېر شنونکي د مخالفينو دشمېر په زياتوالي کې د پارلماني چارو وزير ډاکتر فاروق وردګ لاس پټ ګڼي . 
دولس مشر دفتر د استيضاح څرنګوالی او دويم ځلي رايې اخېستل غير قانوني وګڼل او خبره يې سترې محکمې ته راجع کړه او سترې محکمې هم د ولس مشر په خوښه د سپنتا په ګټه رايه ورکړه . ولسي جرګه په خپله پرېکړه کلکه ودرېده ، د سترې محکمې فيصله يې وننګوله او ولس مشر يې هم په دې برخه کې وګواښه . 
ولسي جرګه په تمه وه ، چې د دوبنيو رخصتيو له پای ته رسېدو سره به ولس مشر يو بل څوک د وزير په توګه معرفي کړي ، خو د پارلمان د کار له پيل سره بياهم موضوع حل نه شوه . 
داسې ګونګسې وې ،چې سپنتا په خپله استعفی کوي او په دې توګه ځان له بې عزتۍ څخه او ولس مشر له جنجال څخه ژغوري ، خو دا ګونګسې هم بې نتيجې پاتې شوې . 
ويل کيږي ، چې اوس ولس مشر د ولسي جرګې له يو شمېر استازو سره ژمنه کړې ، چې د امريکې تر سفر او امن جرګې وروسته به لانجه غوڅوي او ولسي جرګې ته به کوم بل څوک د وزير په توګه ورپېژني . 
د ولسي جرګې غړي په ناکرارۍ سره د جرګې پای او دولس مشر پرېکړې ته سترګې غړوي . 
دا چې ولې کرزی پر سپنتا دومره کلک درېدلی ،دليل يې له سپنتا سره تر ښو اړيکو برسېره دا اندېښنه هم ښودل کيږي ، چې که دی يو ځلې د ولسي جرګې پرېکړې ته تسليم شي، نو ولسي جرګه به تل هڅه کوي ، چې د استيضاح له وسلې څخه د کابينې او ولس مشر پر ضد کارواخلي او په دې توګه به حکومت د ولسي جرګې په لاس کې د لوبو يو نانځکه شي .