پلچرخي زندان کې د بهرنیو ژبو، اسلامي ثقافت او مالوماتي ټکنالوژۍ زده کړو نوي ټولګي پرانیستل شول

روهي( یوه نۍ/۲۲ د مرغومي )، د پلچرخي بندخونې زندانیانو لپاره د بهرنیو ژبو "انګلېسي، فرانسوي، عربي او روسي" ژبو؛ اسلامي ثقافت او مالوماتي ټکنالوژۍ زده کړو نوي ټولګي پیل شول.

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ډاکټر میرویس بلخي د بندیانو لپاره د نویو ښوونیزو ټولګیو د پرانیستې په غونډه کې د محبسونو عمومي ریاست رهبرۍ هڅې وستایلې او بندیانو ته یې د ښونې او روزنې د زمینې له مساعدولو ستاینه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې محبوسینو ته د زده کړو په برخه کې پوهنې وزارت له کورنیو چارو وزارت سره ښه همغږي لري او ښايي په راتلوونکي کې د سواد زده کړو او د ښوونځیو مضامینو زده کړو زمینه هم برابرې کړي.

د پلچرخي محبس رییس مل پاسوال اختر محمد نورزوی د مجازاتو اصلي موخه اصلاح او د محبوسینو تربیت ښودلی او ویې ویل، چې د پلچرخي مرکزي محبس د محبسونو او توقیف خونو له عمومي ریاست سره په همکارۍ کوښښ کوي؛ څو د محبوسینو د عامه پوهې د لوړولو په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي او د جرم د تکرار مخنیوی وکړي.

د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت لخوا لسګونه ممتازه زده کوونکو او ښوونکو ته ستاینلیکونه ډالۍ شول.