ايران کې د الوتکې له لوېدو وروسته؛ د افغانستان پر هوايي حريم بهرنۍ الوتنې ۲۵ سلنه زياتې شوې 

روهي (نۍ/۲۱ د مرغومي)، د افغانستان د هوایي چلند اداره وايي چې د ايران او امريکا ترمنځ د روان کړکېچ او هم دا ډول په ايران کې د اوکراينۍ الوتکې له لوېدو وروسته د افغانستان پر هوايي فضا الوتنې ۲۵ سلنه ډېرې شوې دي. 

دغه اداره وايي چې  د ملکي هوايي چلند نړیوال سازمان (ایکاو) او د هوايي لېږد رالېږد ټولنې (ایاتا) د افغانستان او سيمې له يو شمېر نورو هېوادونو غوښتي دي، چې اجازه ورکړې ترڅو بهرنۍ الوتنې د افغانستان له هوايي حريم تېرې شي. 

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده ويلي دي چې اوس په عملي ډول د افغانستان پر هوايي حريم الوتنې روانې دي او ډېری هغه الوتنې چې پر ايران د امنيتي ستونزو له امله الوتنې نه کوي د افغانستان له ضفا تېرېږي. 

تېره اوونۍ ايران کې د اوکراين هېواد يوه الوتکه ولوېده. لومړيو کې د دغه الوتکې د لوېدنې په اړه بيلا بېل خبرونه ورکول کېدل، خو نن د ايران حکومت ومنله چې د دغه هېواد سپاه پاسداران په انساني تېروتنې  ياده الوتکه وېشتې وه.