عمان: پاچا ومړ، تره زوی (هيثم بن طارق) يې پاچا شو 

روهي (نۍ/۲۱ د مرغومي)، د عمان پخوانی پاچا سلطان قابوس تېره ورځ د ۷۶ کالونو په عمر ومړ. نوموړي له وړاندې خپل ځای ناست نه وو ټاکلی. د قدرت د خلا پر اساس نن ورځ پلازمېنه مسقط کې شديد امنيتي تدابير نېول شوي. 

د پاچا شاهي کورنۍ نن ورځ پرېکړه کړې او د سلطان قابوس پر ځای يې د هغې د تره زوی (هيثم بن طارق) پاچا وټاکلو. 

نوموړي د کولمو سرطان درلود. عمان کې د پاچا سلطان قابوس د مړينې له خبر وروسته حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی. 

عمان کې د پاچا د ټاکلو قانون داسې دی چې  پاچا په کې بهرنيو  چارو، دفاع، لومړی وزير او همدا د پوځ اعلی سرقومندان هم وي.