د شين چای د ګټو په اړه تازه تر سره شوې څېړنه 

روهي (نۍ/۲۱ د مرغومي)، يوه نوې تازه څېړنه ښيي چې که چېرې يو څوګ يوه اوونۍ کې درې ځلې شين چای څښي نو دغه عمل يې د ژوند د اوږدوالي او همدا ډول د ارواپوهنې پر اساس د خوښ ژوند سبب کيږي. 

ياده څېړنه د چين د ساينسي طبيي ستاينسي علومو انسټېټويټ کې د شینین په نوم يو متخصص ډاکټر تر سره کړې ده او دې پايلې ته رسېدلی دی، چې د شين چای د زړه د ناروغۍ مخنيوی کوي. 
 
نوموړي ډاکټر د شيین چای د ګټو په اړه شوې څېړنه او سروې کې له يو سل زر زياتو کسانو ګټه پورته کړې، پر دوی د شين چای ګټې ازمويلې او يا يې هم ترې پوښتلې دي. 

له دې وړاندې هم د شين چای د ګټو په اړه څېړنې تر سره شوې دي. د يادونې ده چې د نړۍ په کمو هېوادونو کې خلک له شين چای ګټه اخلي. افغانستان د نړۍ د هغه هېوادونو له ډلې چې ډيری خلک يې نېږدې د شين چای عادتي دي.