د ملت باباارواښاد محمد ظاهر شاه دجولای د مياشتې په 23 نېټه د 92 کلوپه عمر ومړ . محمد ظاهر شاه 40 کاله د افغانستان پاچا و ، د ده د واکمنۍ په اړه ډول ډول قضاوتونه کيږي ، څوک ښه څوک بد او څوک هم د دواړو په منځ کې . دا قضاوتونه دوام لري او لا به هم په دغه برخه کې ډېر آثار وليکل شي . پر همدې يوه سړي د ډېرو مختلفو او حتی متضادو قضاوتونو علت دا دی ، چې هر څوک يې د خپلو علايقو له زاويې اوعينکوګوري . د بېلګې په توګه يو شمېر پښتانه وايي ، په داسې يو هېواد کې چې اکثريت يې پښتانه دي ، ده نه پښتو زده کړه ، نه يې پښتووويله اونه يې پښتو ته خدمت وکړ ، بلکې له خپل ولس سره به هم د ژباړن په ژبه غږېده .
د نورو قومونو يو شمېر ليکوالان ده ته په دې فاشېست وايي ، چې هڅه يې کوله پښتو په ټول افغانستان کې دود کړي او پر غير پښتنو يې هم وتپي .
د دواړو پر خلاف يو شمېر نور بيا وايي ، چې ارواښاد د ملي وحدت سمبول و ، يو خودا چې هېڅ راز تعصب يې نه درلود ، بل داچې د وينې له مخې پښتون او د ژبې له مخې غير پښتون يا تاجېک و .
د ده د سياسي او عمراني کارنامو په اړه هم بېلا بېل قضاوتونه کيږي ، څوک يې د کړو کارونو پر شمېرلو نه رسيږي او څوک بيا وايي ، چې په 40 کلو کې يې دې خوار ولس ته هېڅ هم نه دي کړي او ځيني نور بيا وايي ، چې که ډېره آبادي يې نه ده کړې نو ورانی خو يې هم نه دی کړی او د وروستنيو واکمنانو په څېر قاتل او وطن پلورونکی هم نه و .
د روسانو د يرغل پر مهال هم پر ده باندې داسې اعتراضونه کېدل ، چې په اېټاليا کې خپل د عياشۍ ژوند تېروي او يوازې کله کله د ښه کوﺉ بد مه کوﺉ اعلاميې خپروي . د دوی په وړاندې داسې استدلال کېده ، چې که دی هم د نورو په څېر د پاکستان غلامۍ ته غاړه کېږدي ، نو بيا به پاکستان هم وېزه ورکړي او هم به يې د نورو رهبرانو په څېر د ولس پر وينو تجارت ښه ګرم روان وي .
زه د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په اړه يوازې دوه درې يادونې کوم او نور قضاوت پرېږدم رښتينو تاريخپو هانو ته .
1 ـ لومړی بايد ووايم ، چې دارواښاد محمد ظاهر شاه دبشپړې واکمنۍ دوره وروستي لس کاله وو . تردې د مخه ، که څه هم په نامه دی پاچا و ، خو د چارو اصلي واګې په نوبت سره د سردار محمد هاشم خان ، سردار شاه محمود خان او سردار محمد داود خان په لاسونو کې و .
2 ـ د سړې جګړې پر مهال افغانستان اړ و ، چې يا د استقلال دساتنې په موخه د زبر ځواکونو تر منځ موازنه وساتي او يا د پر مختګ په موخه پر يوه لوري پورې ځان وتړي . دا خبره وروسته ثابته هم شوه ، چې کله شهيد داودخان د پرمختګ هوس وکړ، نوافغانستان نه يوازې ازادي وبايلله بلکې ورسره يې سوله او ثبات هم له لاسه ورکړل .
3 ـ د پښتونستان مسأله د افغانستان او عربي + غربي هېوادونو تر منځ د ښو اړيکوپه وړاندې لوی خنډ و . پښتونستان د افغانستان د دولت لپاره د عزت او افغاني غيرت مسأله وه او له هغې څخه تېرېدل د لوېديځ لپاره د ښو اړيکويو شرط و او د دې دواړو تر منځ انتخاب هماغومره ګران و ، لکه يو چا چې له مجبوريته وويل : خدای دې داسې حيران کړه لکه زه دې چې حيران کړم .
4 ـ د يوه هېواد پرمختګ يا وروسته پاتې والی يوازې د يوه کس پر هلو ځلو نه وي تړلی ، بلکې يو زيات شمېر لاملونه رول په کې لري . که داسې نه وي نو ولې زموږ ګاونډيان ، لکه تاجېکستان ، ترکمنستان او قرغېزستان او ياهم د سيمې ځيني هېوادونه لکه برما ، بوتان او تايلنډ سره له دې ، چې پر ځينو زبرځواکونو هم تړلي وو ، ولې يې له موږ سره چندان توپير نه شته .
اوس به راشو د ارواښاد محمد ظاهر شاه لنډ ژوند ليک د واکمۍ دورې ځينو مهمو پېښو ته :
محمد ظاهر شاه د دوشنبې په ورځ ( ۱۹۱۴اکتوبر ۱۵ز ) په کابل کې زیږدلی دی . په ( ۱۹۲۰ ز ) کې په حبیبه لیسه کې شامل شو . کله چې يې پلار ارواښاد نادرخان په فرانسه کې سفیر وټاکل شو ، ظاهرشاه په ( ۱۹۲۴ز ) کې فرانسې ته سفر وکړ او هلته یې خپلې زده کړې د ( جانسون دی سایي ) په انسټیټوټ کې بشپړې کړي او فرانسوي یې ډیره خوښه وه . کله چې یې پلار د افغانستان پاچا شو ، نوموړی د ۱۹۲۹د اکتوبر په ۱۵ کابل ته راستون شو .
ظاهر شاه د سردار احمدشاه خان ، چې د پلار په حکومت کې یې وزیر وو ، له لور ( ملکه حمیرا ) سره واده وکړ . له ملکې څخه د ارواښاد اولادونه په ترتیب سره هر يو بلقیس ، محمد اکبر ، احمدشاه ، مریم ، محمدنادرشاه ، محمود ، میرویس ، محمد داود پشتونیار دي .
لورګانو یې په ملالۍ ښوونځي کې زده کړې تر سره کړي، دا هغه مهال د نجونو یوازینی ښوونځي و . ټولو زامنو یې د استقلال په ښوونځي کې درسونه لوستي . احمدشاه له حربي پوهنتون څخه فارغ شوی . نادرخان غوښتل چې زوی یې ښه روزنه ترلاسه کړي او په همدې موخه يې په ۱۹۳۱ ز کې د دفاع وزارت سرپرست وټاکه . کله چې له فرانسې څخه راستون شو په ۱۹۳۲ز کې یې د پوهنې چارې وروسپارلې .
د پلار له ترور څخه وروسته د ۱۹۳۳د نومبر په ۸ مه د 19 کلنۍ په عمر د افغانستان ټوالواک وټاکل شو، او 40 کاله په همدې دنده پاتې شو.
افغانان د پخواني پاچا او دهغه له څلویښت کلنې واکمنۍ څخه ، چې د افغانستان په تاریخ کې یوه تر ټولو سوکاله او له سولې ډکه دوره بلل کیږي ، ګډې خوږې خاطرې لري . دنوموړي دسلطنت پر مهال ، ښځو ښوونې او روزنې ته لاسرسی پیدا کړ او په ټاکنو کې دګډون اجازه ورکړل شوه . د ارواښاد د غوره کړنو په لړ کې د هېواد دلومړني عصری پوهنتون بنسټ ایښودنه او له اروپا سره د کولتوري او سوداګریزو اړیکو ټینګول شامل و
دمحمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې ستره سیاسي ستونزه د پښتونستان د برخلیک په هکله وه . په ۱۹۴۶ز کې ، چې کله د انګریزانو له خوا هندوستان او پاکستان ته ازادي ورکول کیده د پښتونستان برخلیک لا هم تت پاتې و .
انګریزانو یوازې له ګاندي او جناح سره خبرې کولې او د پښتونستان مشران یې له پامه غورځولي وو. پر دوی باندې يې شرط دا اېښی و ، چې یا له هند او یا له پاکستان سره یوځای شي . پاچا د خپلواکۍ د اخیستو پرمهال د پښتونستان د ولس ننګه کوله .
بله ستونزه دهلمند د بغران د بند وه . نوموړې پروژه د زیات لګښت له امله له ستونزې سره مخ وه او د بریالیتوب له پاره یې نورو پیسو ته اړتیا وه . په کابینه کې یو شمیر وزیران په دې نظر وو ، چې پروژه باید همداسې بې پایلې پریښودل شي خو یو شمیر نور بیا پردې نظر وو چې د پروژې له پاره باید پیسې پور شي او پروژه د نوي کانال او سربند په جوړولو سره بشپړه شي ، چې همداسې وشول او پروژه په بریالیتوب سره تر سره شوله .
بله مهمه پیښه ، د پاکستان له خوا د مغلګي بمبارول و چې د امان الله خان د پاڅون په ملاتړ یې دا کار کړی و دا ستونزه هم په ډپلوماتیکو هڅو سره حل شوه . پاکستان معذرت وغوښته او په پیښه کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته یې تاوان ورکړ .
ظاهرشاه د ۱۹۷۳جولای ۱۷ مه فرانسې ته دسترګو د درملنې په موخه سفر وکړ ، دکاکا زوی یې ارواښاد داود خان په ۱۹۷۳ جولای ۲۵ مه د یو سپین اوښتون له لارې دحکومت واګې ونیوه او ظاهر شاه ته يې ګواښ وکړ ، چې که چیرې بیرته راستون شي له ستونزو سره مخ کیدای شي . نوموړي خپله استعفی هملته په ایټالیا کې افغان سفارت ته وسپارله . ارواښاد د ۱۹۷۳له اګسټ څخه د روم په شمال کې استوګن و . په ۱۹۹۱ سپټمبر کې یې خپل افغاني تابعیت بیرته تر لاسه کړ ، چې په ۱۹۷۸ز کې ورڅخه اخیستل شوی و . په ۱۹۹۱ز کې نامعلومو کسانو دده دترور هڅه وکړه خو بریالي نه شول . په سیمه کې یو شمیر هېوادونو د ظاهرشاه له راتګ سره خپل مخالفت درلوده ، دبیلګې په توګه تهران پردې باور و ، که ټوالواک بیا د چارو واګې په لاس کې ونیسي د ایران د پاچا زوی به د واک دترلاسه کولو هڅې ګړندۍ کړي . تهران فکر کوي ، چې په سیمه کې شاهي نظامونه امریکا ته دازمینه په لاس ورکوي چې ټوله سیمه په خپل کنترول کې راولي .
په روم کې د څه ناڅه ۳۰ کلونو جلاوطنۍ وروسته ، پاچا په دی سلا شو چې هېواد ته راستون شي . په ۲۰۰۲ ز کې د طالبانو د حاکمیت له سقوط وروسته ارواښاد هېواد ته ستون شو . په ۲۰۰۲ز کې په لویه جرګه کې د ملت بابا لقب ورکړل شو او وروسته په خپلې ماڼۍ کې استوګن شو . پرنظام اغیز يې یو څه کم شوې و ، ځکه چې عمر یې ډیر و ، روغتیایې وضعیت يې دومره ښه نه و اوپه اېټاليا کې د ترور هڅې یې اواز او ځواک ته یو څه زیان رسولی و . شنونکي وایي ، چې ارواښاد د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې له ډیر درناوې څخه برخمن و .
وروستي