د امنیتي سکتور د رهبرۍ په جلسه کي په کابل کې د جنايي جرمونو سره پر مبارزې بحث وشو

روهي( نۍ/۲۱ د مرغومي )، د امنیتي سکتور د رهبرۍ په جلسه کي، چي د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب په رهبرۍ جوړه شوه، په کابل کي د جنايي جرایمو پر کنټرول او مخنیوي باندي خبري وشوې.
 
د کابل لوړپوړو امنیتي مسؤلینو نننۍ جلسې ته د جرایمو سره د مبارزې په اړه د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او هیله ئې څرګنده کړه، چي په دې برخه کي ولسي همکاري ورسره زیاته شي.

هغوي وویل، چي له جرایمو سره د مبارزې نوی طرزالعمل ایجاد شوی او همدا ډول د امنیتي مسؤلینو په سطحه باندي لازم تغیرات راغلي، چي نتیجه به یې مثبته وي.

د ملي امنیت سلاکار د سازمان یافته جرایمو په کنټرول کي د امنیتي نهادونو فعالیتونه وستایل، خو هغوی ته یې لارښوونه وکړه، چي د کوچنیو او انفرادي جرایمو په مهار کي بالابود او پرېکنده اقدامات وکړي.