د ويال ټېک ټېکنالوژۍ شرکت په مرسته روهي رسنيز دخپل وېب سايټ بڼه نوې کړې او نوښتونه يې په کې ور زيات کړي دي.
د روهي د پخوانۍ بڼې (ډيزاين) په پرتله زمونږ لوستکونکي اوس کولی شي چې؛
- له يوې ثانيې په کمې مودې کې لېکنې را خلاصې کړئ؛
- په اسانۍ د وېب پاڼې برخې پيدا او ولولئ؛
- او په هر ډول برېښنايي آلو له کمپوټر، آپل سمسونګ او نورو موبايلونو کې په منظم ډول روهي وېب پاڼې ته دننه شي.
له دې وراېخوا، روهي رسنيز مرکز وخت په کتو ځينې برخې، لکه ژبزده کړه، روهي هره ورځ، د نړۍ معتبرې ورځپاڼې، د روهي لېکوالان، سېنما او تياتر نوې برخې اضافه کړې دي.
دا چې د روهي له خبرې برخې وراېخوا مالوماتي برخه کې په لسګونه د هېواد لېکولان او ژباړونکي په دواطلب ډول خپلې لېکنې او ژباړې د روهي په پته لېږې، نو مونږ وپتېله چې د خپلو ليکوالانو او پاړونکو ژوند ليکونه (بيوګرافۍ) له لوستونکو سره شريک کړو او دروهي لوستونکي وکولی چې د لېکوال/ژباړن په نوم سره په يو کليک د ده/هغې ټولې لېکنې او ژباړې پيدا او ګټه ترې واخلې.
نو په دې بنسټ د روهي رسنيز مرکز همکار لېکولان او ژباړونکي خپل ژوند لېکونه سره د يو انځور په لاندې پته مونږ ته ولېږئ.
mailrohi@gmail.com
وروستي