د پولیسو افسر ته د یوې ښځې د شونډو د سرخۍ صفت ګران بیه تمام شو



روهي( نۍ/۲۱ د مرغومي )، د هندي پولیسو یو افسر ته د یوې میرمن د شونډو د سرخۍ ستاین ګراتن بیه تمامه شوه.
 
په ټولنیزو رسنیو کې د هندي پولیسو د افسرانو یوه ویډیو خپره شوې ده چې پکې د نوي ډیلي د پولیسو یو افسر له ښځي بخښنه غواړي او د لاسونو ګوتي یې په لاس نیولي دي ، په داسې حال کې چې ویل کیږي دغه ښځې ویلي چې مونږ په موټر کې روان وو او د دغه پولیس افسر له لورې زما موټر ودرېد چې ماته یې زما د شونډو او سرخۍ صفتونه پیل کړل.
 
نورو میرمنو ، د یادې مېرمنې په ګډون ، د پولیسو د افسر په دې اقدام انتقاد وکړ ، پداسې حال کې چې د پولیسو افسر د وېډیو د جوړېدو مخه نیوله.

 وروسته له هغه چې د پیښې ویډیو خپره شوه ، د دغه پولیس څخه اوس مهال پوښتنې روانې دي او دنده یې ځنډول شوې ده.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ