کابل کې څلور حرفوي چپاولګران ونیول شول

روهي( نۍ/۲۱ د مرغومي )، د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې منسوبینو په هودخېلو سیمه کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې دوه حرفوي چپاولګران د جرم د ترسره کولو پر مهال نیولي دي.
یاد کسان چې بلال او یاسر نومېږي، له څه مودې راهیسې یې په هود خېلو سیمه کې له وسلو په استفاده د خلکو د قیمتي مالونو په لوټلو او غلا لاس پورې کاوه؛ چې پولیسو له یو میل وسلې سره یو ځای نیولي دي.

همدا ډول د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو هم د دوه بېلو عملیاتو په پایله کې دوه حرفوي چپاولګران نیولي دي.
دې کسانو د کابل ښار د لومړۍ او دویمې حوزې په اړوند سیمو کې د خلکو په شکونو او چپاول کې لاس درلود.
د کابل پولیس به له هر ډول جرمونو په ځانګړې توګه له جنايي جرمونو سره کلکه مبارزه وکړي او هر هغه څوک چې پدې برخه کې پړ وي، له هغوی سره به قانوني جدي چلند وکړي.