عمان  کې سخت امنيتي تدابير نېول شوي؛ پاچا مړ شو، وليعهد يې نه دی ټاکلی او د پاچاهۍ تخت يې بې پاچا دی

روهي (نۍ/۲۱ د مرغومي)، د عمان پخوانی پاچا قابوس بن سعید آل سعید پرون د ۷۹ کالونو په عمر ومړ. دی د کولمو په سرطان اخته وو. 
د عمان د حکومت ډول شاهي دی او پاچا قابوس بن سعید آل سعید د خپلې کورنۍ کوم غړی د ده له مرګ وروسته د ځای ناستي يا وليعهد په توګه نه وو ټاکلی. 
د پاچا له مرګ وروسته شاهي ماڼۍ کې د پاچاهۍ تخت بې پاچا دی. پوليس او د عمان پوځ د پلازمېنې مسقط دننه د تيارسی په حالت کې دی ترڅو د پاچا په نشتون کې ګډوډي رامنځ ته نه شي. 

د عمان عالي امنيتي شورا له شاهي کورنۍ غوښتي دي چې د درېيو ورځو دننه پاچا معرفي کړي، ترڅو وضعيت د ګډوډۍ او انارکۍ پر لور لاړ نه شي.